اسعد اباد (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): په کونړ ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او درې نور ژوبل شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام د وټه پور ولسوالۍ اړوند د څپري په سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې د ملکي وګړو يو ډاټسن موټر چې د ولايت له مرکز اسعداباد څخه د ولسوالۍ پر لوري روان و، له يوې غرنۍ سيمې څخه ګړنګ ته غورځېدلى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه مړه او درې نور ژوبل شوي چې په وژل شوو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.
د اسعداباد مرکزي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې څلور جسدونه او څلور ټپيان ور وړل شوي وو.
د هغه په وينا، د دوو ټپيانو حالت ښه نه و، هغوى يې د درملنې لپاره جلال اباد ته لېږلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن