کابل(پژواک، د چنګاښ لومړې نېټه ٩٥): په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د لټون پروګرام مشره وايي چې په اروپا کې ددې کمېټې سره د ثبت شوو ورکو کسانو نږدې ٥٨ سلنه افغانان دي.
په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د ملاتړ برخې مرستيال او د(Trace the Face) يا د څېرې لټون پروګرام مشره سيليين دوترلون (Celine Doutrelugne)، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه وويل چې په اروپا کې ١٢٥١ورک شوي کسان له دې ادارې سره ثبت شوي چې له دې ډلې ٧٢٢ يې د افغانان دي.
نوموړي زياته کړه چې له افغانستان وروسته، سنګال او سوريه دويم او درېيم مقام لري چې په ترتيب سره په کې ١٠٥ او ٧٣ کسان ورک شوي دي.
هغې وويل چې د ټولو يادو شوو کسانو عکسونه د لټون پروګرام له لارې تر لاسه شوي او ددې ادارې په انټرنټ پاڼه کې خپاره شوي دي، همدارنګه په بېلابېلو تبليغاتي پاڼو کې په بېلابېلو ساحو کې خلکو ته ښودل کېږي چې خپلوان يې وموندل شي.
د دې د معلوماتو له مخې، لټون يو داسې نوښت دى چې د ٢٠١٣ زېږديز کال په لومړيو کې د اروپا او (ICRC) د ٢٨ ملي بنسټونو ترمنځ ته شوى دى.
هغې زياته کړه چې ددې پروګرام موخه داده، څو له هغو کسانو سره د اړيکو د نيولو زمينه مساعده شي چې اروپا ته يې هجرت کړى او له خپلوانو سره يې اړيکې پرې شوې دي.
ده وويل:((هغه کسان چې په اروپا کې ورک کېږي، له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره يې اړيکه پرې کېږي، عکس يې د اى سي ار سي[ICRC] اړونده ځانګړې ويبپاڼه کې خپرېږي او تر عکس لاندې ليکل کېږي چې زه د خپل پلار، مور، خور او يا ورور لټون کوم.))
هغه په ډاګه کړه چې د موندنې يا لټون د پروګرام له پيل(د ٢٠١٣ پيل) نه تر اوسه يې ددې پروګرام له لارې له ١٨ کورنيو سره مرسته کړې چې خپل ورک غړي پيدا کړي.
د سيليين په خبره، له دې ډلې ١٦ موارد په افغانانو پورې اړه لري. د يادو شوو ١٨ کسانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې له اوو کلونو راهيسې يې له کورنۍ سره اړيکې پرې دي.
د دې په وينا،، اروپا ته ډېر مراجعه کوونکي افراد، هغه افغانان دي چې په افغانستان کې يې له خپلو کورنيو سره اړيکې پرې شوې، خو په افغانستان کې خلک په بشپړ ډول له دې پروګرام نا خبره دي او رسنۍ کولى شي چې په دې برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.
سيلين زياته کړه:((اوسمهال مو ځينې بروشرونه د ورکو کسانو د پېژندنې په موخه په انګليسي ژبه چاپ کړي ، په دري او پښتو نسخو يې هم کار روان دى اوټاکل شوې چې ډېر ژر به په ټول افغانستان کې ووېشل شي.))
هغې وويل چې په افغانستان کې د موندنې پروګرام د اى سي ار سي دفترونو له لارې چې د افغانستان په ١٢ سترو ښارونوکې دي، مخته وړي.
د هغې په خبره، په عادي حالاتو کې چې کله يو شخص په هېواد د ننه ورکېږي، ساده لټون ته اړتيا لري، خو کله چې خلک کډوالۍ ته مخه کوي، د لارې په اوږدو کې او يا په اروپايي هېوادونو کې ورک کېږي، ځکه خو ځانګړي لټون ته اړ دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










