کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٥): د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د ډيپلوماسۍ دستګاه له انفعالي حالته وتلې ده او دا مهال ملي حاکميت ته متقابل درناوى، سوله ييز ژوند او د يو بل په چارو کې نه لاسوهنه، له نورو هېوادونو سره د افغانستان د ډيپلوماتيکو اړيکو اساس جوړوي.
د افغانستان د ډيپلوماسۍ دستګاه د کورنيو جګړو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال سخت زيان وليد او په وروستيو ١٥ کلونو کې هم د هېواد سياست اساسي کرښې هم د ملي شورا له لوري تصويب نه شوې او د هېواد بهرنى سياست تر ډېره د هېواد د ولسمشر پر خبرو ورټول دى چې ډېرې سرغړونې هم په کې تر سترګو کېږي.
خو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې اوسمهال د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ چې ډيپلوماتيکي اړيکې سره لري، د همکارۍ يوه ښه فعاله فضا شتون لري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان ډيپلوماتيکې اړيکې د يو بهرني سياست له مخې چې د متقابل درناوي، ملي حاکميت ته په احترام، د سوله ييز ژوند کولو، په چارو کې د نه لاسوهنې او په سوله ييزه توګه د شخړو پر هواري، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډيو سره له نړيوالو قواعدو او مقرراتو سره سم ولاړې دي.
نوموړي زياته کړه چې افغانستان په يوې فعالې ډيپلوماسۍ سره له ځينو هېوادونو سره د اړيکو تعادل خوندي کړی، د نورو هېوادونو تر منځ په لانجو او تېريو او په سيمه ييزو او مخامخ شخړو کې د له ور ګډېدو يې ځان ساتلی او له نورو هېوادونو سره د افغانستان ډيپلوماتيکې اړيکې ډېرې دوستانه دي.
مستغني وويل: "هغه څه چې د افغانستان د بهرنيو اړيکو او همکارۍ په برخه کې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو څخه تر اوسه د يو مهم لومړيتوب په توګه مطرح دي، د سيمې امنيت، اقتصاد او په نورو برخو کې همپالنه ده چې موجوده حکومت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او د افغانستان د همکاريو په پايله کې د سيمې په کچه د پام وړ پرمختګ هم شوى دى."
نوموړي د ټاپي، چابهار بندر، کاسا زر پروژو، د لاجوردو دهلېز پروژې کار د پيلولو لپاره هڅې او د پنځو هېوادونو تر منځ د اوسپنې پټلۍ چې له چين هېواد څخه پيل او له تاجکستان، قرغزستان او افغانستان څخه تر تېريدو وروسته ايران ته رسېږي، د سيمه ييزې همپالنې او په دوه اړخيزه او څو اړخيزه کچه د افغانستان همکاريو زياتېدل د ملي يووالي حکومت له لاسته راوړنو وبللې.
د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: "کوم بل څه چې د ملي يووالي حکومت د بهرني سياست په لومړيتوب کې ځاى لري او هڅه کېږي چې افغانستان د نړۍ د ترانزيټ څلورلارې او پول په توګه د سيمې په هېوادونو کې رول ولوبوي چې په دې برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري."
د افغانستان د بهرني سياست اساسي کرښې
د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، د هېواد د بهرني سياست د اساسي کرښو ټاکل، د ملي شورا له تصويب وروسته د ولسمشر له واکونو او دندو ګڼل کېږي؛ خو په تېرو ١٥ کلنو کې د هېواد د بهرني سياست اساسي کرښې د ملي شورا له لوري نه دې تصويب شوې.
خو بهرنيو چارو وزارت په دې اړه وايي چې د افغانستان د بهرني سياست اساسي کرښې ملي شورا ته استول شوې دي او تمه ده ډېر ژر تصويب شي.
په بهرنيو چارو وزارت کې اصلاحات
تر دې وړاندې نيوکې کېدې چې د پوه، فعالو، ژمنو او انګېزه لرونکو ډيپلوماتانو، د هېواد ملي ګټو خونديتوب په تړاو د سيمې او نړۍ په کچه له هېوادونو او بېلابېلو بنسټونو سره د دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو کمښت د دې لامل شوی، څو افغانستان د نړۍ په کچه فعاله ډيپلوماسي او غوره اړيکې ونه لري او اړتيا ده چې په وزارت کې بنسټيز اصلاحات رامنځته شي.
خو د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې اصلاحات هغه بهير دى چې اداره بايد ورسره ګام په ګام يو ځاى حرکت وکړي او د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو څخه وروسته تر دې دمه، اصلاحات د بهرنيو چارو وزارت په لومړيتوب کې ځاى لري.
نوموړي زياته کړه چې په بهرنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو پلي کولو لپاره، د نړيوالو ژبو او د ډيپلوماتيکو مهارتونو زده کړې په برخه کې، د وړتيا لوړولو بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.
هغه په دغه وزارت کې د ګومارنو په اړه وويل: "د وزارت مشرتابه، د ګومارنې په برخه کې قوانين په پام کې نيولي او نيسې به يې؛ که قانون حکم وکړي چې کارکوونکي دې ليسانس وي، ليسانس به جذبېږي او له دې څخه د ټيټې درجې ګومارنه ان د وزارت مشرتابه واک هم نه دى."
د بهرنيو چارو وزارت ځينې سرچينې وايي چې د بهرنيو چارو وزارت ډېرى ډيپلومات کارکوونکي، دولتي چارواکو ته نږدې کسان دي چې د ګومارنۍ معيار خلاف پر دندو ګومارل شوي دي.
خو مستغني په دې اړه وويل: "که د وزارت کارکوونکو له ډلې ځيني يې په يو ډول له چارواکو سره تړاو ولري، هېڅ قانون د هېواد وګړي له يو مقام سره د تړاو لپاره پّ بهرنيو چارو وزارت کې له شموليت، کار او خدمت کولو څخه بې برخې کولى نه شي؛ ان که د يو دولتي چارواکې د کورنۍ د غړي ګومارل هم وي."
د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو شمېر
کومې شمېرې چې د بهرنيو چارو وزارت د پژواک خبري اژانس په واک کې ورکړي دي، دغه وزارت په مرکز، له هېواده بهر په سياسي او کونسلي نمايندګيو کې ټولټال ١٠٦٢ بستونه لري چې له دې ډلې څخه ١٤ سلنه يې ښځينه کارکوونکې جوړوي.
د بهرنيو چارو وزارت مسوولين وايي چې د دغه وزارت د کارکوونکو شمېر تل د بستونو په تناسب وي، کله چې ځيني کارکوونکي تقاعد او يا وفات شي او يا د قانوني دلايلو پر بنسټ له دندې ګوښه شي او يا هم په خپله خوښه دنده پرېږدي او يا نورو ادارو ته تبديل شي چې په دې حالت کې پر ځاى يې نوي کسان ګومارل کېږي.
د دې مسوولينو په وينا، که څه هم د ازموينې ترسره کولو لپاره کوم ځانګړى قانون شتون نه لري؛ خو د وزارت مشرتابه د عدالت خوندي کولو او د تشو بستونو ډکولو لپاره له اړوند مسلکې برخو څخه له فارغ شوو ځوانانو څخه رقابتي ازموينه اخلي، له تحريري او تقريري ازموينو څخه وروسته کومو کسانو چې لوړې نومرې اخيستې وي، ګومارل کېږي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني په دغه وزارت کې د اتو نوو بستونو د زياتېدو خبر ورکړ او وايي چې د اقتصادي همکاريو معينيت په نوم نوى معينيت رامنځته کېدو ته اړتيا وه، د بهرنيو چارو وزارت وړانديز او د ولسمشر له حکم سره دغه معينيت رامنځته شو چې په جوړېدو يې له اړتيا سره سم څو نور بستونه په تشکيل کې زيات شوي دي.
د ولسمشر فرمان پر بنسټ، عادله راز د اقتصادي همکاريو د مرستيالې په توګه په دغه وزارت کې وګومارل شوه.
متقاعد ډيپلوماتان
د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې په دغه وزارت کې د کارکوونکو د تقاعد بهير هر کال ترسره کېږي؛ کوم کارکوونکي چې ٦٥ کلنۍ ته رسېدلي او يا يې ٤٠ کاله په دغه وزارت کې خدمت کړى وي، تقاعد ته سوق کېږي او دا امر هر کال ترسره کېږي او سږ کال هم کوم کسان چې د تقاعداو ترفېع کمېسيون تثبيت کړي، له قانون سره سم تقاعد ته سوق کېږي او په دې برخه کې د کمېسيون کار دوام لري.
د هغو ډيپلوماتانو د بېرته جذب بڼه چې يوه کاري دوره يې پاى ته رسېدلې وي.
د قانون پر بنسټ، د بهرنيو چارو وزارت هر ډيپلومات درې کاله په مرکز او درې کاله نور له هېواده بهر سياسي او کونسلي نماينده گيو کې دنده ترسره کولى شي او د کومو کارکوونکو کاري دوره چې په مرکز کې پاى مومي، کمېسيون شتون لري او څېړنه پرې کوي او د تحصيلي اسنادو او تجربو له مخې يې تصميم نيول کېږي چې کوم کس کوم بست کې د افغانستان کومې سياسي او کونسلي نمايندګۍ لپاره مناسب کس دى، نو ور استول کېږي."
د ياد وزارت وياند وويل، د کومو کسانو چې کاري دوره چې له هېواده بهر نماينده ګيو کې پاى ته رسېږي او بېرته مرکز ته راستنېږي، تر څه مودې پورې ورته لنډمهاله حاضري اچول کېږي؛ دا ځکه چې اړوند کمېسيون او د بشري منابعو رياست جوته کړې چې شخص د تحصيلي اسنادو او تجربې له مخې مرکز کې په کوم بست کې پر دنده و ګومارل شي.
نوموړي دغه بهير اوږدمهالى وباله او ويې ويل چې د دې لپاره هغه ډيپلوماتان چې بېرته مرکز ته راستنېږي، څو اوونۍ او ان څو مياشې يې نوم په لنډمهالې حاضرۍ کې وي، څو ورته تش بست وموندل شي.
ښځې سفيرانې
د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې دا مهال ناروې، سويس، اندونيزيا او کاناډا کې د افغانستان سفارتونه او د تورنتو جنرال کونسلګري د ښځو له لوري مديريت کېږي، په دې وروستيو کې د ولسمشر له فرمان سره سم شينکۍ کړوخېل په کاناډا کې د افغانستان د سفيرې په توګه وټاکل شوه او د کوربه هېواد موافقې ته په تمه ده.
هغه زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت او د بهرنيو چارو وزارت ژمن دي څو د هېواد مشرتابه کچې ته د ښځو رسېدو لپاره زمينه برابره کړي څو د مشرتابه په کچه کې د پام وړ شمېر ښځې پر دندو وګومارل شي.
په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه
افغانستان د نړۍ په ٤٤ هېوادونو (تاجکستان،ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسيې،اذربايجان، ترکيې، ايران، پاکستان، هند، چين، جاپان، کوريا، سعودي عربستان، متحده امارات، کويټ، قطر، عمان، اردن، مصر، انګلستان، جرمني، فرانسه، ايټاليا، اتريش، بلجيم، هالند، پولند، چک، اوکراين، اسپانيه، سويډن، ناروې، سويس، بلغاريا، د امريکا متحده ايالات، استراليا، کاناډا، بنگله دېش، اندونيزيا، ماليزيا، سريلانکا او عراق) کې سفارتونه لري.
بهرنيو چارو وزارت وايي چې له ډېرو نورو هېوادونو سره هم د افغانستان اړيکې ټينګې دي او که افغانستان د يادو هېوادونو په پلازمېنو کې سفارت نه لري، په يو ګاونډي او يا د سيمې يو هېواد له لارې د افغانستان د غير مستقيم سفارت په نوم له ياد هېواد سره د افغانستان اړيکې او همکارۍ پر مخ وړي.
د دغه وزارت وياند د نړې په هېوادونو کې د افغانستان د ١٨ جنرال کونسلګريو له شتون څخه خبر ورکړ او ويې ويل: "د سفارتونو او کونسلګريو ترڅنګ، افغانستان په ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو سازمان کې هم دايمي نمايندګۍ لري."
هغه په ډاګه کړه چې اوسمهال په ويانا، بروکسل، روم ، ژينيو او فرانسه کې د افغانستان سفارتونه له کوربه هېوادونو سره د دوو اړخيزو اړيکو پر مخ وړلو مسووليت تر څنګ له افغانستان څخه په دايمي ډول هم نماينده ګي کوي.
مستغني وويل چې روان کال کې د بوديجې د کمښت له امله د افغانستان سفارتونه په هنګري، جنوبي افريقا او برازيل کې وتړل شول او په يونسکو کې د افغانستان دايمي نماينده ګي په پاريس کې د افغانستان له سفارت سره يو ځاى شوه.
نوموړي په يونسکو کې د افغانستان نماينده ګۍ د تړل کېدو ادعا ناسمه وبلله او ويې ويل: "په يونسکو کې د افغانستان نماينده ګۍ په پاريس کې د افغانستان له سفارت سره يو ځاى شوه، له دې وروسته په پاريس کې د افغانستان سفارت، په فرانسه کې د اړيکو او همکاريو پر مخ وړلو مسووليت تر څنګ، په يونسکو کې د افغانستان د دايمي نماينده ګي په توګه به هم کار کوي."
د بهرنيو چارو وزارت وياند، د سفارتونو پرانيستلو لړۍ په دوام، روان کال په يونان کې د افغانستان سفارت د پرانيستلو خبر ورکړ او ويې ويل چې په يونان کې مخکې سفارت شتون نه درلود؛ له ياد هېواد سره د افغان کډوالو زياتېدو له امله تړون لاسليک شوى او ټاکل شوې ده چې افغانستان په روان کال کې خپل سفارت په ياد هېواد کې پرانيزي.
له کونسلي خدمتونو د افغانستان عوايد
د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې د روان مالي کال په شپږو لومړيو مياشتو کې د ټولو کونسلي خدمتونو له لارې، بهرنيو چارو وزارت يو ميليارد، اووه سوه او شل ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي؛ په داسې حال کې چې د تېر مالي کال په شپږو لومړيو مياشتو کې ټولټال ٩٢٨ ميليونه او ٩٤١زره افغانۍ عوايد ترلاسه شوي وو، چې د سږ کال عوايد د تېر کال په پرتله ٩٠ سلنه زياتوالى ښيي.
د نوموړي په وينا، د دغه وزارت له لوري د روان مالي کال په ١٢ مياشتو کې يو ميليارد او اووه سوه او ٧١ ميليونه افغانۍ ټول عوايدو وړاندوينه شوې دي خو دا وزارت توانېدلى چې د روان مالي کال په شپږو لومړيو مياشتوکې د کونسلي خدمتونو له وړاندې کولو څخه ٩٧ سلنه عوايد ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو مېشت سفارتونه
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ ٣٤ هېوادونه (ايران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، چين، پاکستان، هند، ترکيه، استراليا، بلغاريا، کاناډا، چک، ډنمارک، مصر، فنلنډ، فرانسه، المان، اندونيزيا، عراق، ايټاليا، قزاقستان، کوريا، هالند، ناروې، روسيه، سعودي، اسپانيه، سريلانکا، سويډن، عرب متحده امارات، انګلستان، د امريکا متحده ايالات او قرغزستان" په افغانستان کې سفارتونه لري.
سرچينې زياته کړې ده چې ډېرى هېوادونه له افغانستان سره ډيپلوماتيکې اړيکې لري؛ خو په کابل کې سفارت نه لري، د ياد هېواد سفارت په ګاونډي او يا د سيمې کوم بل هېواد کې د غير مېشت سفارت په توګه د افغانستان لپاره کار کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










