ژبه

سمنګانو  کې د ترافيکي پېښې له امله  ٢٣تنو ته مرګ ژوبله  اوښتې

ايبک (پژواک ، ١٧ چنګاښ ٩٥): د سمنګانو چارواکي وايي چې ددې ولايت د دلخکي کوتل په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او  ١٩نور ټپيان شوي دي.

د سمنګانو د امنيه قوماندانۍ يوتن مسوول څارمن عبدالحليم پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته درې بجې رامنځته شوې  ده .

هغه زياته کړه د حضرت سلطان ولسوالۍ يو شمېر ځوانان  په يو بار وړونکي موټر کې له يوې سيمې څخه بلې ته د اختر مبارکۍ لپاره تلل چې موټر يې چپه شو .

د نوموړي په خبره ، په دې پېښه کې څلور تنه مړه شوي او ١٩نور ټپيان دي .

هغه د موټر د چپه کېدو لامل ګړندى تګ په ګوته کړ.

د سمنګانو د ولايتي روغتون يوتن ډاکټر شمس الدين وويل چې روغتون ته څلور مړي او ١٩ ټپيان  رالېږدول شوي دي .

login or register a new account.