منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۳ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اختر په ورځو کې ٢٣٠ کسان ترافيکي پېښو کې ژوبل شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

هرات ښار، لښکرګاه، فراه (پژواک،١٩ چنګاښ ٩٥):  د اختر په درېيو ورځو کې څه باندې ٢٣٠ کسان د ترافيکي پېښو له امله په هرات هلمند او فراه ولايتونو کې ټپيان شوي او درې يې مړه شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون مشر محمد رفيق شېرزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ترافيکي پېښو کې ژوبل شوي ١٤٣ کسان  د هرات ښار له بېلابېلو برخو او ولسواليو څخه دې روغتون ته راوړل شوي دي.

د شېرزي په وينا، د ترافيکي پېښو ډېرى ټپيان تنکي ځوانان او ځوانان دي چې د موټرسايکل ګړندي چلولو او د ترافيکي قوانينو نه مراعاتولو له امله ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه: "تېرو اخترونو کې  په منځني ډول د ترافيکي پېښو ١٠٠ ټپيان د هرات حوزوي روغتون کې ثبت کېدل؛ خو دې اختر کې ١٤٣ ټپيان ثبت شوي دي، چې دا د ترافيکي پېښو زياتوالى په ګوته کوي."

له بل پلوه هغه وويل چې د اختر په درېيو ورځو کې ٨ ځوانان د چاکو وهلو له امله ژوبل شوي وو چې هغوى هم روغتون کې بستر دي.

د هغه په خبره، ډېرى ترافيکي پېښې پر موټرسايکل سپرو کسانو له لوري رامنځ ته شوې دي.

نوموړي د ترافيکي پېښو رامنځ ته کېدو عمده لاملونه په ځينو سړکونو کې د ترافيکي اشارو نه شتون، د چلوونکو له لوري د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول او دې ولايت کې د مخ په زياتېدونکې نقليه وسيلې په ګوته کړې.

خو د هرات ترافيکو مديريت وايي، هغوى د هرات ښار  په کچه  د پېښو څېړلو مسووليت په غاړه لري او ښار کې د ترافيکي پېښو شمېرې راټيټې شوې دي.

د هرات د ترافيکو مدير امين الله ميهن يار، ١٤٣ پېښې تاييد کړې او پژواک خبري اژانس ته يې وويل: "کومې شمېرې چې روغتون ويلي سمې دي؛ ځکه هغوى يواځې کسان ثبتوي او موږ پېښې ثبتوو؛ کله داسې شوي وي چې يوه پېښه کې ١٠ کسان ژوبل شوي وي او د هرات حوزوي روغتون د هرات ولايت پېښې ثبتوي او هرات ترافيکو مديريت يواځې د ښار دننه پېښې ثبتوي."

هغه زياته کړه، د کوچنې اختر په درېيو ورځو کې ١٨ پېښې چې د ژوبل شوو کسانو شمېر يې ٤٠ کسانو ته رسېږي، په دې موده کې ثبت شوي دي چې له دې جملې شپږ پېښې متوسطې دي او عاملين يې تر څارنې لاندې دي.

ميهن يار وويل چې هرات ښار کې د ترافيکي پېښو شمېرې د تېر په پرتله ٥٠ سلنه لږې شوې دي.

نوموړي د ترافيکي پېښو کمېدو ستر لامل د هرات خلکو او مدني بنسټونو همکاري په ګوته کړه.

د ميهن يار په وينا، هرات ښار د ٥٠زره نقليه وسايطو وړتيا لري؛ په داسې حال کې چې اوسمهال ٤٠٠زره نقليه واسطې دې ښار کې تګ راتګ کوي.

نوموړي زياته کړه: "يواځې ٤٤زره موټرسايکلونه د تګ راتګ قانوني اسناد لري؛ خو له بده مرغه دې ولايت ته هره ورځ له ايران څخه لس کانټينرونه موټرسايکلونه واردېږي، دلته له تړلو وروسته خرڅېږي چې دا هم پر ترافيکي پېښو اغېز پرې باسي."

د ترافيکو مدير زياته کړه چې هغوى څو ځله د هرات سيمه ييزو چارواکو او کورنيو چارو وزارت ته وړانديز کړى، چې دې ولايت ته د مخ پر زياتېدونکو موټرسايکلونو د واردېدو مخه ونيسي، خو تر اوسه يې دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.

د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکي بيا د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د ريکشا او يا زرنج موټر سايکلونو چلوونکي  ډېرى له ١٨ کلونو څخه کم عمره ماشومان دي چې له ترافيکي قواعدو څخه هېڅ خبر نه دي او د ترافيکي پېښو رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

د هرات ښار اوسېدونکى رحمت الله په دې باور دى چې د ريکشاوو چلوونکي له يوه پلوه  په لوړ غږ سندري اوري او له بله اړخه ترافيکي قوانين له پامله غورځوي.

احمدشاه وويل: "دې ښار کې ترافيکي ستونزې له ١٨ کلنو څخه د ټيټ عمر ماشومانو له لوري د موټرسايکلونو او ريکشا چلولو له امله رامنځ ته کېږي چې ښار کې د ګڼې ګوڼې او ترافيکي پېښو لامل ګرځي."

د هرات ښار بل اوسېدونکي عبدالعلي وويل: "ډېرى تنکي ځوانان او ځوانان ټول ښار کې نه قانون او نه هم ترافيکي نظام په پام کې ساتي او د موټرچلولو پرمهال ترافيکي قواعد له پامه غورځوي."

د نقليه وسايطوګړندي چلول، ترافيکي قوانينو او مقراراتو ته نه پاملرنه، د واټونو لږ سور او سړکونو خرابوالى او په ټيټ عمر د وسايطو چلول د ترافيکي پېښو رامنځ ته کېدو لاملونه بلل شوي دي.

له بل پلوه هلمند ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله د اختر په ورځو کې نږدې ٢٨ کسان ټپيان شوي دي.

د هلمند ولايت ترافيکو مدير سمونيار ميرزاخان روحاني، پژواک ته وويل چې دا کسان د موټرسايکل، ريکشا او نورو وسايطو څخه رامنځ ته شوو ترافيکي پېښو کې ټپيان شوي دي.

لښکرګاه کې د ملکي روغتون مسوولينو پژواک ته وويل چې د ژوبلو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دى.

د يوه بل خبر له مخې، د اختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله فراه کې هم دوه کسان وژل شوي او ٦١ نور ټپيان شوي دي.

د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې دا شمېر کسان  د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله فراه ښار کې مړه او ټپيان شوي دي.

همداراز شايق وويل چې د دوو ښځو او يوه کمکي ځوان په ګډون پنځه نور کسان د اختر لومړۍ شپې خوشحالۍ په مناسبت ډزو کې ټپيان شوي  او د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د فراه ولايت روغتون مشر ډاکټرعبدالحکيم رسولي د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و باله.

د رسولي په وينا، ډېرى دا کسان هغه ځوانان دي چې د بې احتياطۍ او يا ترافيکي قواعدو  نه مراعاتولو له امله، له دې پېښو سره مخامخ شوي دي.

نوموړي د بېلګې په توګه هغه ترافيکي پېښه ياده کړه چې د اختر لمانځه له ادا کولو څخه وروسته د دوو کرولا موټرو ګړندي چلولو له امله رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې يو ځوان مړ شو او بل تن ټپي شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې