ترينکوټ (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د دوو دوکانونو د چت لوېدو په پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ترينکوټ ښار يوه اوسېدونکي جمال الدين د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په ترينکوټ بازار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په سيمه کې د يوه مارکېټ لپاره کيندنې کېدې چې له امله يې نږدې د دوو دوکانونو چتونه لوېدلي او څلورو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ترينکوټ د ملي روغتون رييس ډاکټر نيازمحمد زيارمل پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې ورته دوه جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په مړو کې يو اته کلن ماشوم او يو ٢٠ کلن ځوان هم شامل دي.
زيارمل وايي چې ټپيان تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










