کندهار (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): په کندهار کې د دوو ترافيکو پېښو په پايله کې درې تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
لومړۍ پېښه نن له غرمې مخکې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د ناګهان دوراهي په سيمه کې شوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ټېلر موټر له يوه زرنج سره چې پنځه تنه په کې سپاره وو، ټکر کړى.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يوه نهه کلنه نجلۍ مړه شوې او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره، د پېښې ټپيان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته رسول شوي دي.
دويمه پېښه نن غرمه د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د ښکارپور دروازې په سيمه کې شوې ده.
درانى وايي، دغلته بيا يو ټېلر موټر له يوه موټرسايکل سره ټکر کړى دى.
د ده په وينا، په دې پېښه کې دوه ماشومان ځاى پر ځاى مړه شوي او موټرسايکل چلوونکى ټپي شوى دى.
ده وويل، پوليسو ټېلر چلوونکى نيولى او موضوع يې د څېړنې لپاره ترافيکو ته سپارلې ده.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونووال محمد الله خان هم وايي چې د دوړاو پېښو عاملين يې نيولي او موضوع يې تر څېړنې لاندې ده.
ده وويل، له بده مرغه ډېرې ترافيکي پېښې له بې احتياطۍ او ترافيکو اصولو د نه مراعتولو له امله کېږي.
خو نوموړي زياته کړه، چې هڅه کوي د خپلو پلانونو په پلي کولو د ترافيکي پېښو ګراف ټيټ کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










