منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

په هلمند کې د ترانسپورت رييس عبدالغفور توخي د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار څلورنيمې بجې د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د احمدشاه ابدالي د ترانسپورت ٣٠٣ موټر د ډېر سرعت له امله چپه شوى دى.))

توخی وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم ياده پېښه تاييد کړه او ويي ويل چې په دې پېښه کې يو تن مړ شوی او اووه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

دغه راز د نا تاييد شوو راپورونو له مخې، تېره اونۍ وسله والو طالبانو د ځينو ترانسپورتي شرکتونو له استازو سره ليدلي وو او ويلي یې دي چې تر دې وروسته هېڅ موټر چلوونکي نه شي کولاى په لويو لارو کې چټک ولاړ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې