منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۵ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د کډوالو لپاره ښارګوټی جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د ننګرهار د کډوالو چارو رييس وايي چې په دغه ولايت کې به له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره يو ښارګوټی جوړ کړي.

د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د زمري په ۱۳مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې وروستيو کې له پاکستانه د کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.

د هغه په وينا، هره ورځ له ۴۰۰ تر ۷۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې بېرته خپل هېواد ته راستنېږي چې د غړو شمېر يې شاوخوا تر ۳۰۰۰ پورې وي.

فقيرزي که څه هم د ټولو راستنېدونکو کډوالو د شمېر په اړه کره معلومات نه درلودل؛ خو ټينګار يې وکړ چې د پاکستاني پوليسو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوې چې له امله يې د کډوالو راتګ هم ډېر شوی دی.

د يادونې ده، څه موده مخکې په تورخم کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د دروازې پر سر نښته شوې وه او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، تر يادې پېښې وروسته  د افغان کډوالو پر وړاندې ستونزې ډېر شوې دي.

د کډوالو چارو رييس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو له ډلې شاوخوا ۸۰ سلنه يې هغه دي چې قانوني اسناد يې نه درلودل او د پوليسو له خوا ځورول کېدل.

هغه زياته کړه: ((په دغو کډوالو کې يوازې ۲۰ سلنه يې هغه کورنۍ دي چې په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستنېږي او قانوني اسناد هم لري.))

د کډوالو چارو رييس له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په اړه وويل، هره کورنۍ چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ولري، هر غړي ته يې له ۳۸۰ ډالرو نيولې، تر ۴۲۰ ډالرو نغدې پيسې ورکول کېږي.

هغه زياته کړه: ((هره کورنۍ چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، د يو شمېر موسساتو په مرسته ورسره د کورنۍ د اړتيا وړ توکو مرسته کوو چې شاوخوا ۳۰۰ ډالره ارزښت لري.))

له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه د ستونزې د حل په اړه د ننګرهار د کډوالو چارو رييس وايي چې په شيخ مصري، چمتلې او قاسم اباد ښارونو کې يې هم ورته زمينه برابره کړې او په بهسودو ولسوالۍ کې به د خانقي په نوم نوی ښارګوټی هم رامنځته کړي.

هغه ډاډ څرګند کړ چې د ياد نوي ښارګوټي رغول به مرسته وکړي چې له پاکستانه ننګرهار ته د راستنېدونکو هغو کډوالو چې د دغه ولايت وي، د سرپناه ستونزه حل کړي.

فقيرزي دغه راز وويل چې همدا نن يې هم د دغه ولايت په شیخ مصري ښارګوټي کې هغه کورونه نړولي چې پر خپل سر جوړ شوي وو او د دغو کورنيو د ستونزو د حل پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی و.

هغه زياته کړه: ((د کډوالو ښارګوټي کې يوازې د هغه چا حق دی چې له پاکستان او نورو هېوادونو بېرته هېواد ته راستنېږي او په دغو ښارګوټو کې به بل هېچا ته اجازه ورنه کړل شي چې پر خپل سر په کې کورونه جوړ کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت پرون يو شمېر رسنيو ته ويلي وو چې په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا دوه سوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په پاکستان کې شاوخوا يو نيم ميليون راجستر او يو ميليون نور غير راجستر افغان کډوال مېشت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال