منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اباسين ځدران مارکېټ شپږ پوړه وسوځېدل

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

درېيم تعقيب: (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د کابل ښار د ميرويس ميدان په اباسين ځدراڼ مارکېټ کې لګېدلي اور د دې لس پوړيز مارکېټ شپږ پوړه سوځولي دي.

عيني شاهدان وايي چې دغه اور د اباسين ځدراڼ په لس پوړيز سوداګريز مارکېټ کې شاوخوا ١١ بجې د دغه مارکېټ په اتم پوړ کې ولګېد.

هغوى وايي په دغه مارکېټ کې د اور له لګېدو سره سم اوازه شوه چې مارکېټ ته ځانمرګي ننوتلي دي.

د هغوى په وينا، له دې اوازې سره سم خلک له سيمې وتښتېدل.

خو يوې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړى اور د ياد مارکېټ د خياطۍ په يوه هټۍ کې د ګازډبې لګولو له امله لګېدلى دى.

 

که څه هم د پېښې ځاى ته د اطفايې وسايط رسېدلي او هڅه کوي چې اور مړ کړي، خو تر اوسه (له غرمې وروسته يوه نيمه بجه) پر دې کار نه دي بريالي شوي او د دغه مارکېټ پاسني شپږ پوړونه سوځېدلي دي.

د دې اورلګېدنې د نورې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه راپور نه دى ورکړل شوى، خو راپورونه ښيي چې يو تن د دغه مارکېټ له نهم پوړ څخه د اور له وېرې ځان وغورځاه او ساه يې ورکړه.

ويل کېږي چې په اباسين ځدراڼ مارکېټ کې ځيني کسان بند هم پاتې دي.

نويد احمد احمدي چې د دغه مارکېټ په پنځم پوړ کې هټۍ او په اووم پوړ کې ګودام لري، وايي چې دوه وروڼه يې او يو تن چې په هټۍ کې ورسره کار کوي، لادرکه دي.

د هغه په وينا، دغه درې تنه په مارکېټ کې وو او اوس يې د ګرځنده ټيلېفونونو شمېرې کار نه کوي.

ده وويل، کېداى شي دغه کسان په اووم پوړ کې ګودام ته تللي وي او هلته د اور په لمبو کې راګير شوي وي.

له اباسين ځدراڼ مارکېټ څخه ځينو کسانو خپل لږ مالونه ايستلي؛ ځکه چې هلته د اور ګواښ شتون درلود او امنيتي کسانو هم څوک مارکېټ ته نږدې نه پرېښودل.

په دغه سوداګريز مرکز کې سره زر، جامې او نور توکي پلورل کېږي.

امنيتي چارواکو تر اوسه خبريالانو ته په دې اړه څه نه دي ويلي او د يادې اور لګېدنې له امله د اوښتي زيان کچه هم تر اوسه نه ده څرګنده.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې