منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۴ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د کابل ښار په یوه مارکېټ کې اورلګېدنه لسم پوړ ته له رسېدو وروسته مهار شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

څلورم تعقيب- کابل: (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د کابل ښار په اباسين ځدراڼ مارکېټ کې لګېدلي اور د دې ١٢ پوړيز مارکېټ لس پوړه وسوځول او له امله يې يو تن مړ او اته نور چې ٧ يې پوليس دي، ټپيان شول.

په کابل کې د ١٠١ اسمايي زون د پوليسو قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د پېښې په ځاى (ميرويس ميدان) کې خبريالانو ته وويل، لومړني معلومات ښيي چې دغه اور نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس بجې لومړى د دغه مارکېټ په دوولسم پوړ کې د خياطۍ په يوې هټۍ کې د اوتو له امله لګيدلى دى.

ده چې له غرمې وروسته چې شاوخوا دريو بجو يې خبرې کولې، ويې ويل چې اوس اور مهار شوى دى.

هغه وايي چې د دې اورلګېدنې مالي زيانونه تر اوسه نه دي څرګند، خو يو هټۍ وال چې د مارکېټ له نهم پوړ څخه يې د اور له وېرې ځان غورځولى مړ دى او يو بل هټۍ وال ټپي شوی دى.

رحيمې وويل چې ٧ پوليس د اور وژنې پر مهال په ياد مارکېټ کې ټپيان شوي دي.

دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

په دې سوداګريز مرکز کې سره زر، جامې او نور توکي پلورل کېدل.

د دې ١٢ پوړيز مارکېټ لس پوړه سوځېدلي او دا مهال (له غرمې وروسته درې بجې) د اور لمبې ورو شوي خو لوګي يې لا هم اسمان ته پورته کېږي.

همدا اوس د اور وژنې ډلې کسان د دغه مارکېټ دوولسم پوړ ته ختلي او له هغه ځايه د مارکېټ پر نورو ځايونو اوبه شيندي.

د مارکېټ يو هټۍ وال فيصل رحماني چې په پنځم پوړ کې د ښځينه جامو پلورنځى لري، پژواک ته وويل چې د ده په دوکان کې د ٥٠زرو ډالرو جنس موجود و، خو د ده په ګډون ډېر لږ هټۍ وال په دې وتوانېدل چې خپل لږ مالونه له مارکېټ څخه وباسي.

ده زياته کړه، په دغه مارکېټ کې نه د اور وژنې بالون وسايل موجود و او نه هم د بېړنيو پېښو لپاره ځانګړې دروازه لري.

دى وايي، که اړينو وسايلو او بېړنۍ دروازې شتون درلودى، نو دومره ډېر زيانونه نه اوښتل.

د اباسين ځدراڼ مارکېټ مالک حاجي عبدالرحيم ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه مارکېټ کې شاوخوا ١٢٠٠ هټۍ او ګودامونه وو.

دى وايي کېداى شي په اورلګېدنه کې ميليونونه ډالره زيان اوښتى وي.

د ده په وينا، لومړى اوازه شوه چې مارکېټ ته ځانمرګى بريد ګر ننوتى، بيا پوليس مارکېټ ته ننوتل او وروسته په شاوخوا لسو بجو اور لګېدنه رامنځته شوه.

خو ځينو کسانو پژواک ته ويلي چې په مارکېټ کې د اور په لګېدو سره سم اوازه شوه چې مارکېټ ته ځانمرګي ننوتي دي. د هغوى په وينا له دې اوازې سره هلته شته خلک وتښتېدل.

د اباسين ځدراڼ په مارکېټ کې د لګېدلي اور لوګي د دغه مارکېټ څنګ ته د حاجي کپتان په مارکېټ کې هم خواره شول، او هټۍ والو يې له وېرې خپل توکي له مارکېټ څخه وايستل.

وروسته اوازه شوه چې اور د حاجي کپتان مارکېټ ته هم غځېدلى دى، خو په کابل کې د ١٠١ اسمايي زون د پوليسو قوماندان وويل چې د حاجي کپتان مارکېټ ته اور نه دى رسېدلى.

که ياد اور نه وى مهار شوى، کېداى شوى چې په سيمه کې شاوخوا نورو مارکېټونو او هټيو ته هم رسېدلی وای.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې