کابل (پژواک ١٦ زمرى ٩٥): د افغانستان حکومت وکړ چې د پاکستان د هليکوپتر د پېښې د څېړنې لپاره يې دوه کميسيونونه ټاکلي دي.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان اړوند يوې هليکوپترې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه، چې وروسته په دې الوتکه کې سپاره شپږ پاکستاني نظامي افسران او يو روسى د وسله والو مخالفينو له خوا يوړل شول.
له ارګ څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان د افغانستان له فضا څخه ازبکستان جمهوریت ته د روسیې اړوند فابریکه کې د ترمیم په موخه د پاکستان د (MI-17 ډوله) هلیکوپترې د تېرېدو لپاره لیکلې تقاضا کړې وه.
سرچينه کاږي، د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د دې تقاضا پر بنسټ د هلیکوپترې د مشخصاتو په ثبت سره یواځې د ترمیم په موخه د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو اجازه ورکړه.
سرچينه زياتوي، د ولسمشر په مشرۍ نننۍ امنیتي غونډې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکستان اړوند هلیکوپترې د بیړنۍ ناستې په هکله په وروستيو معلوماتو بحث وکړ او يو پلاوى يې وګوماره، چې د بیړنۍ ناستې په ګډون د دې قضیې د بېلابېلو اړخونو د ارزونې په خاطر او دا چې ایا د هلیکوپترې مشخصات (MI-17 ډوله) په تقاضانامه کې درج او په اجازه نامه کې تسجیل شويو مشخصاتو سره مطابقت لري که نه.
غونډې همدارنګه يوه کمېټه ګومارلې، چې په دې هکله موجوده قوانین، مقررات او طرزالعملونه د احتمالي خلاوو د رفعه کولو په موخه وارزوي او د دغسې پېښو د تکرار د بشپړ مخنیوي په موخه د کابینې تقنین کمېټې ته جامع طرحه، وړاندې کړي.
د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په دې هکله د روانو څېړنو تر پایلې د ډيپلوماتیکو اقداماتو نیولو لپاره خپل حق خوندي ساتي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










