منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د طيب اغا ورور له دوو نورو کسانو سره په ترافيکي پېښه کې مړ شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کندهار (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د پخواني مشر طيب اغا ورور مولوي محمد يوسف اغا له دوو تنو نورو سره په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شوى دى.

دغه پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته د کندهار- زابل پر لار په شهرصفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د شهر صفا ولسوال عبدالصمد دراني د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ترافيکي پېښه تېره ورځ مازديګر د ٥:٣٠ بجو په شاوخوا کې د دې ولسوالۍ په ارهډ سيمه کې شوې ده.

 

هغه زياته کړه، يو فيلډر موټر چې له کندهار ښار څخه زابل ته روان و ، له يوه مزدا موټر سره ټکر کړى چې په فيلډر کې ناستو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې او د مازدا موټر چلوونکى تښتېدلى دى.

دى وايي، په پېښه کې مړه او ټپي شوي وګړي د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسوال په دې پېښه کې د مړو او ټپيانو د هويت په اړه معلومات نه درلودل.

خو يوه باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي چې په مړو کې د طيب اغا ورور هم شامل دى.

سرچينې زياته کړه: ((په دې ترافيکي پېښه کې د طيب اغا ورور مولوي محمد يوسف اغا او د هغه دوه نور ملګري مولوي عبدالغفار حسيني په کندهار کې د تعليم الاسلام راډيو د دارالافتاء غړى او مولوي محمد هاشم مړه شوي دي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طيب اغا کورنۍ په قطر کې ژوند کوي او مولوي محمد يوسف په دې وروستيو کې کندهار ته سفر کړى و.

دغې سرچينې په دې اړه نور معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل چې مولوي محمد يوسف غوښتل په کندهار کې د ديني عالمانو يوه ټولنه جوړه کړي.

په خپله طيب اغا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر و، چې د ملا محمد عمر تر مړينې وروسته يې له دې دندې استعفا ورکړې وه او ويلي يې و چې له دې وروسته به د طالبانو د تحريک د يوه عادي غړي په توګه کار کوي.

ټاکل شوې ده په دې پېښه کې د مړو شوو جنازې نن د ارغنداب ولسوالۍ جوى لاهور سيمه کې خاورو ته وسپارل شي.

وسله والو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو د پېښې پخلى کړى او د طيب اغا د ورور پر مړينه يې خواشيني ښودلې ده.

په دې اړه د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((د هېواد د علمي او جهادي شخصيت مولوي سدوزي اغا زوى، د لالا ملنګ او سيد محمد طيب اغا ورور شېخ الحديث مولوي محمد يوسف اغا پرون د کندهار- زابل پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى، هغه ته د مغفرت او کورنۍ ته يې د صبر غوښتونکي يوو.))

د کندهار چارواکو په دې اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې