منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زاخېلوال: د کډوالو راتګ افغانستان ته سياسي، اقتصادي او امنيتي ګټې لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): د ولسمشر ځانګړي استازي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال وايي، د کډوالو ستنېدل افغانستان سياسي، اقتصادي او امنيتي ګټې لري.

نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ١٦مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه د پاکستان او افغانستان د اړيکو د ترينګلتيا په اړه وويل، څو پورې چې پاکستان  خپلو تګلارو ته بدلون ورنه کړي، دا حالات نه ښه کېږي.

د زاخېلوال په وينا، د اړيکو د ترينګلتيا او خرابوالي ډېر زيان پاکستان ته رسېږي او پاکستان به د دې لوړه بيه پرې کوي.

ده زياته کړه: ((موږ د پاکستان په اړه د خپل ضعف نقطې په ګوته کړې دي، اقتصاد، ترانزيټ او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو اوسېدل.))

د افغانستان سفير وايي چې پاکستان تل د افغانستان د ضعف له دغو نقطو څخه د فشار په توګه کار اخيست.

زاخېلوال زياتوي: ((خو اوس موږ هڅه کوو چې له دغه فشار څخه په تدريجي ډول ځان وباسو له منځنۍ اسيا هېوادونو سره مو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پياوړې شوې، د چابهار بندر له لارې له نورو هېوادونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه پيل شوې ده.))

نوموړي وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته تګ لړۍ تېزه شوې ده او اوس هره ورځ سلګونه کورنۍ ستنېږي.

د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، د (خپل وطن ګل وطن) په نامه پيل شوې پروسې هم په دې برخه کې مثبته اغېزه کړې ده.

د ډاکټر زاخېلوال په وينا، هېواد ته د کډوالو ستنېدل افغانستان او کډوالو دواړو لپاره سياسي، اقتصادي او امنيتي ګټې لري.

ده زياته کړه: ((په هېواد کې چې اوس ٣٠ ميلېونه وګړي اوسېږي، که دوه درې ميليونه پرې زيات شي، کومه اغېزه نه لري.))

د نوموړي په وينا، ډېر ژر به له ولسمشر اشرف غني سره وګوري او له هغه به وغواړي چې راستانه شوو کډوالو ته يوه يوه نومره ځمکه ورکړي.

د افغانستان سفير وايي چې د طالبانو ځينو مشرانو هم ورسره اړيکه نيولې او غواړي چې خپل هېواد ستانه او د عزت ژوند تېر کړي.

هغه وويل: ((زه ورته هرکلى وايم او ډاډ ورکوم چې په هېواد کې به له ټولو مدني حقونو څخه به برخمن وي.))

ډاکټر زاخېلوال وايي چې پخوا په افغان کډوالو کې ملي انګېزه نه وه، خو اوس په کې پيدا شوې ده، هغوى اوس درک کړې چې بايد په خپل هېواد کې د عزت ژوند پيل کړي.

د افغان سفير په وينا، د افغان کډوالو پاتې کېدل، د پاکستان په ګټه ده؛ ځکه چې دغه هېواد هر کال له افغان کډوالو ميلياردونه کلدارې عايد ترلاسه کوي.

د سولې د خبرو په هکله ډاکټر زاخېلوال وويل چې افغانستان نور پر پاکستان بې باوره شوى دى؛ ځکه چې د پاکستان هڅې صادقانه نه وې.

خو چين ته د طالبانو وروستي سفر ته په اشارې سره یې وويل چې پاکستان اوس هڅه کوي د چين په مرسته د سولې پروسه له سره پيل او له لاسه ورکړى باور بېرته ترلاسه کړي.

د هغه په وينا، چين په سيمه کې او نړۍ کې د يو ځواکمن هېواد په توګه کولى شي چې د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي؛ ځکه چې د افغانستان سوله د چين لپاره هم ګټوره ده.

زاخېلوال وايي چې د شرقي ترکستان شخړه، په سيمه کې د طالبانو او داعش وسله والو فعاليتونه هم چين ته اندېښنې پيدا  کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال