منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په وروستيو دوو اوونيو کې سېلابونو ١٢ کسان مړه کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): په وروستيو ١٥ ورځو کې د سيلابونو له امله د هېواد په ١٩ ولايتونو کې ١٢ کسان مړه شوي، ١٩ ژوبل شوي، ١٥ د استوګنې کورونه بشپړ او ٧٣ نور څه کم ویجاړ شوي دي.

دا شمېرې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند محمدعمر محمدي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وړاندې کړې، خو د يادو شوو پېښو په اړه یې جزئيات وړاندې نه کړل.

نوموړي همدارنګه وويل چې په وروستيو ١٥ ورځو کې د غير طبيعي پېښو (جګړو او نا امنيو) په سبب ٧٨ کسان وژل شوي او ١٧٢ نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په څبره، په دې موده کې څه باندې ٢٠٠٠ کورنۍ چې زياتې يې د طبيعي پېښو په سبب دي، له خپلو سيمو بېځايه شوې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند وويل چې په هېواد کې د طبيعي او غير طبيعي پېښو زيانمنو ته د لومړنۍ مرستو بستې رسولې دي.

نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې حکومت د طبيعي او غير طبيعي پېښو  له ١٤٢٤ زيانمو کورنيو سره د خوراکي او نا خوراکي توکو د کڅوړو د مرستې تر څنګو ١،٨ ميليون افغانۍ نغدې مرسته هم کړې ده.

هغه وويل چې يادې مرستې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د ملګرو ملتونو او مرستندويه موسسو په مرسته شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه بهير د روان لمريز کال له پيل نه تر اوسه پورې روان دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې