منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سرپل ترافيکي پېښه کې دوه موټر له دوو تنو سره سوځېدلي

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

سرپل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د سرپل د مرکز اړوند د سرپل- شبرغان پر لويه لاره د دوو موټرو د ټکر له امله دواړه موټر او ورسره دوه کسان سوځېدلي او يو هم ټپي دى.

د کرولا او ټانکر موټرو د ټکر دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د سرپل د مرکز اړوند په سيداباد سيمه کې رامنځته شوه.

يوه عيني شاهد ذکرالله د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ټانکر ډېر ګړندی روان و چې ټاير يې وچاودېد او بيا له يو کرولا ډوله موټر سره وجنګېد.

د هغه په وينا، وروسته دواړه موټر چپه شول، اور يې واخيست او دواړه وسوځېدل.

د کرولا د موټرچلوونکي زوى هم د پېښې ځاى ته رسېدلى و.

ده چې سخت يې ژړل او د خپل نوم يې څرګند نه کړ، وويل چې د امو حوزې د نفتو شرکت يو انجنير چې محمد اصف نومېده، نن سهار د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د ده د پلار موټر په کرايه ونيو او سرپل ښار ته روان وو چې له يادې پېښې سره مخ شول.

د سرپل د ترافيکو امريت د حادثاتو د څانګې مشر څارمن عبدالسلام وايي چې دواړه موټر او په کرولا کې سپاره دوه تنه په بشپړ ډول سوځيدلي او د ټانکر موټر چلوونکى ټپي شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې