منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ازره کې د لوېدلې پاکستانۍ چورلکې سپرلۍ پاکستان ته رسول شوې ده”

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ چورلکې سپرلۍ دې هېواد ته رسول شوې ده.

دې چورلکې د زمري په ١٤مه د ازرې په مربوطاتو کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه او سپرلۍ يې تښتول شوې وه. پاکستان ويلي و چې دا چورلکه يې ازبکستان ته د ترميم لپاره بېوله.

ويل شوي و، چې په دې چورلکه کې شپږ پاکستاني پوځي افسران او يو روسى وګړى وو. د افغانستان حکومت د دې پېښې د کره څېړلو لپاره يو کمېسيون ټاکلى و.

خو پاکستانيو رسنيو د دې هېواد د امنيتي سرچينو په حواله ويلي، د دې چورلکې عمله د عملياتو په پايله کې ترلاسه شوې او پاکستان هېواد ته رسول شوې ده.

د افغانستان حکومت په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي عبدالولي وکيل تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته ويلي و، د تښتول شويو کسانو د خلاصون لپاره د پاکستان حکومت، يو پلاوى دې ولسوالۍ ته استولى دى.

ده زياته کړې وه، په پېښور او کوېټې کې د وسله والو طالبانو شوراګانو په ازره کې پر طالبانو فشار راوړى، ترڅو نيول شوي کسان د پاکستان حکومت ته وسپاري.

د هغه په وينا، د يادو کسانو د خلاصون په موخه د پاکستان حکومت پرون يو پلاوى ازرې ته استولى دی، ترڅو له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

وکيل وايي، په دغه پلاوي کې د ډيورند کرښې اخوا قومي مشران، ځيني افغانان، د پاکستان د پوځ د وياند مرستيال او ځينې نور کسان شامل دي.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني پژواک ته ويلي و، دوى په رسمي توګه د پاکستاني پلاوي له راتګ څخه خبر نه دي.

وسله والو طالبانو د يادو کسانو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نيکولسن سره ټيلېفوني خبرې وکړې او له هغوى يې غوښتي چې د يادې چورلکې د تښتول شوو کسانو په خوشي کولو کې ورسره همکاري وکړي، چې دواړو راحيل شريف ته ډاډ ورکړى چې په دې برخه کې به اړينه همکاري کوي.

ازره د لوګر له نا امنو ولسواليو ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې