منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۶ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په ننګرهار کې يوه ښځه سوځول شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې يوه ښځه په خپل کور کې سوځول شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بيز اکمالاتي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د شېبا په نوم يوه ښځه په خپل کور کې سوځول شوې ده .

خوږياڼى وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې ياده مېرمن څه ډول او د چا له خوا وژل شوې، خو  د قضيې د څېړنې په موخه د وژل شوې مېرمنې خسر او خاوند نيول  شوي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي محمد رفيق پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم نن سهار له پېښې خبر شوي، خو نه پوهېږي چې دا پېښه څرنګه رامنځته شوې ده.

د يادونې ده، څو مياشتې مخکې په جلال اباد ښار کې يوه نجلې د خپلې وريندار له لوري په تناره کې سوځول شوې وه، تېره اونۍ د جلال اباد ابتدايي محکمې د خپلې ندرور د وژلو په جرم پر اعدام محکوم کړې وه. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې