منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کډوالو عالي کمشنري: د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره نورې اسانتياوې برابروو

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٥): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ وايي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بهير زياتېدلو سره دوى ورته نورې اسانتياوې برابروي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ  دعامه اړيکو مسوولې دنيا اسلم خان د وږي په ٦مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې له تېر کوچني اختر وروسته په خپله خوښه د يو اين ايچ سي له لارې د کډوالو د بېرته ستنېدلو لړۍ ډېره تېزه شوې ده.

هغې زياته کړه چې په پېښور کې د دوى مرکز په يوه ورځ د درېيو زرو کسانو د بېرته لېږلو د پروسې ظرفيت لري .

خو دنيا اسلم خان وايي، اوس چې د بېرته ستنېدونکو کډوالو شمېره ډېره زياته شوې، نو دوى د هغوى لپاره نورې اسانتياوې برابرې کړې دي.

نوموړې زياته کړه چې د کډوالو د موټرو او کورنيو لپاره يې په خپل مرکز کې ساحه لويه کړې او اوس پلان لري چې د پېښور په نورو سيمو کې هم دا ډول مرکزونه پرانيزي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ  د عامه اړيکو مسووله وايي چې د پخوا په پرتله اوس دوى په اونۍ کې شپږ ورځې کار کوي، دا په داسې حال کې ده چې پخوا يې پنځه ورځې کار کاوه .

دنيا اسلم خان زياتوي: (( موږ لس مرستندويه ټېلېفون شمېرې اعلان کړې، ټول هغه راجستر شوي افغانان چې غواړي زموږ له لارې هېواد ته ستانه شي په چمن او پېښور کې زموږ له دفترونو سره دې مخکې له مخکې اړيکې او نوبت ونيسي .

د هغې په وينا، د راتلونکې سپتمبر مياشتې له لومړۍ نېټې کومې کورنۍ چې له مخکې څخه يې نوبت نه وي اخيستى، نو هغوى سره به اړينه همکاري او مرستې نه کېږي.

مېرمن دنيا وايي چې د هرې کورنۍ مشر بايد له مخکې څخه د ټېلېفون له لارې نوبت واخلي او بيا دې له ټاکلې نېټې يوه ورځ مخکې له دوى سره اړيکه ونيسي.

د هغې په وينا، د ټېليفوني اړيکو له لارې دوى هرې کورنۍ ته د بېرته ستنېدلو ټاکلې نېټه او وخته په ګوته کوي او دې ته اړتيا نشته چې هغوى په خپله مرکز ته مراجعه وکړي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ  د عامه اړيکو مسووله دنيا اسلم خان وايي چې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې شاوخوا ٧٠ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د نوموړې په وينا، په مۍ مياشت کې ٢٦٠٠ ، په جون کې ١٢٥٠، په جولاى مياشت کې ١٢٩٠٠ او په اګست مياشت کې تر اوسه ٥٠ زره افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ځينې افغانان د اوړي د ګرميو له امله او يا مړي ژوندي لپاره افغانستان ته راغلي، خو کورونه يې پاکستان کې دي او اوس بېرته نه شي تللى، وويل چې دا ستونزې دافغانستان او پاکستان پورې اړه لري.

مېرمن دنيا وايي، کوم افغانان چې قانوني اسناد ولري، هغوى کولى شي په ازاده توګه پاکستان ته تګ راتګ وکړي.

نوموړې د اسانتياوو برابرولو څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په دې وروستيو کې ګڼ شمېر افغان کډوالو شکايت کاوه چې دوى په ياد مرکز کې پنځه شپږ ورځې تېرولې او له ګڼ شمېر ستونزو سره به مخامخ وو.

بلخوا په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ د کډوالو چارو مسوول عبدالحميد جليلي وايي چې ډېر ژر به د کډوالو ١٢٠ کسيزه پلاوى کابل ته سفر وکړي او له ولسمشر اشرف غني سره به خپلې ستونزې شريکې کړي.

هغه زياته کړه چې په دې پلاوي کې به د بېلا بېلو کمپونو مشران او استازي، سوداګر، محصلين، د ترانسپورټرانو استازي، د ښوونځيو مديران، لوبغاړي، ډاکټران، د فرهنګي  او مدني ټولنې غړي  شامل وي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د کډوالو د ستنېدلو لړۍ ګړندۍ شوې او هره ورځ په اوسط ډول پنځه زره افغانان هېواد ته ستنېږي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال