د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د ملي امنیت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د هلمند، سرپل، بغلان، فاریاب، فراه، کندز، لوګر او لغمان ولایتونو په اړه راپور وړاندې کړ او د دښمن په ځپلو او د تهدیداتو په دفع کولو کې يې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیا او هڅې وستایلې.
ملي امنیت شورا د هېواد د امنیتي اوضاع او د تررویستي ډلو د ډار اچوونکو فعالیتونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، دښمن سره د هدفمندي مبارزې او امنیتي تهدیداتو د دفع کولو په موخه دفاعي او امنیتي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې، ملي امنیت شورا بهر کې مېشت افغان کډوالو ستونزې، داوطلبانه راستنېدنه او د کډوالو د بیا راستنولو په اړه د اروپايي هېوادونو غوښتنې وارزولې او په دې برخه کې يې اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










