منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د امو سیند په اوبو کې يو ځوان او دوه ماشومان مړه کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

شبرغان (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): جوزجان کې چارواکي وايي چې د امو سيند د اوبو کچې لوړېدو له امله د ياد ولايت  قرقين ولسوالۍ  يو ١٩ کلن ځوان او دوه ماشومان د دغه سيند په اوبو کې ډوب شول.

د جوزجان والى وياند محمدرضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو دوو ماشومانو او ځوان کور د قرقين ولسوالۍ خان تپه سيمه کې د امو سيند د اوبو کچې لوړېدو له امله د ويجاړېدو په حال کې و او هغوى غوښتل چې کړکۍ او دروازې يې ترې را وباسي چې په دې مهال د کور دروازه او دېوال غورځېدلى او ياد درې کسان وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په وروستيو دريو مياشتو کې د جوزجان ولايت په قرقين ولسوالۍ کې د امو سيند د اوبو ډېرېدو له امله لږ تر لږه دوو سوو کورنيو خپل کورونه پرېيښي او زرګونه نورې کورنۍ د سيند اوبو له ګواښ سره مخ دي.

غفوري وويل: "دا موضوع مو څو ځلې له مرکز سره شريکه کړې ده؛ خو تر اوسه دې ستونزې ته د مرکز له لوري کوم مثبت ځواب نه دى ورکول شوى، که د دې ولسوالۍ وګړو وضعيت ته اړينه پاملرنه ونه شي، زيات شمېر کورنۍ به خپل استوګنځي له لاسه ورکړي."

د قرقين ولسوالۍ د خان تپې کلي اوسېدونکي عبدالرشيد وويل چې د امو سيند تخريبات په تېره وروستۍ يوه مياشت کې مخ په زياتېدو دي چې په دې موده کې لسګونه کورنۍ د دې ستونزې له امله د کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د نوموړي په وينا، د سيند د اوبو کچه ورځ تر بلې زياتېږي او يو شمېر نورې کورنۍ چې سيند ته څېرمه ژوند کوي د اوبو کچې د ډېرېدو له ګواښ سره مخ دي.

د قرقين ولسوالۍ بل اوسېدونکي ايګ بيردي وويل که دولت په دې برخه کې اړينه پاملرنه ونه کړي، ډېر ژر به د دې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي بې کوره شي او دا مهال هم سيند ته د څېرمه کلو اوسېدونکي  د وتو په حال کې دي.

قرقين ولسوالۍ د جوزجان له مرکز څخه ١٥٠ کيلومتره واټن لري او څه باندې څلوېښت کيلومتره د امو سيند په څنډه کې پرته ده چې يو شمېر اوسېدونکي يې د امو سيند اوبو د کچې لوړېدو پر مهال هر کال خپل کورونه او کرنيزې ځمکې له لاسه ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې