کندهار (پژواک، ١٥ وږى ٩٥): د کابل- کندهار د لويې لارې د تېرې ورځې د خونړۍ ترافيکي پېښې په تړاو د "نوي ميوند ترانسپورټي شرکت" فعاليت ځنډول شوى دى.
تېره ورځ د سهار څلور بجې پر ياده لار د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سيمه کې يو ٣٠٣ مسافر وړونکى بس چې له کندهاره کابل ته روان و، له يوه ټېلر موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې دواړو موټرو اور اخيستى و.
په دې پېښه کې ٣٥ مسافر چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، مړه شول او ٢٥ نور ټپيان وو.
ياد ٣٠٣ بس د نوي ميوند شرکت اړوند و چې د کندهار ولايتي ادارې يې نن فعاليت وځنډاوه.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار والي د دغه ولايت د ترانسپورټ رياست ته لارښوونه کړې چې د کابل- کندهار د لويې لارې د تېرې ورځې ترافيکي پېښه په جدي توګه وڅېړي او ګرم کسان په نښه کړي، څو پر وړاندې يې قانوني اقدام وشي.
هغه زياته کړه، تر هغه مهاله چې څېړنه بشپړېږي د نوي ميوند په نوم شرکت هېڅ راز فعاليت نه شي کولاى.
د ده په خبره، څه موده مخکې د ياد شرکت د يو بل بس د ټکر له امله هم ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د زابل چارواکو تېره ورځ ويلي وو چې دغه خونړۍ ترافيکي پېښه د مسافر وړونکي بس د چلوونکي د بې احتياطۍ او تېز تګ له امله رامنځته شوې ده.
دا لومړى ځل نه دى چې د کابل- کندهار پر لويه لاره داسې خونړۍ ترافيکي پېښې کېږي او ګڼ شمېر مسافر په کې مړه او ټپيان کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې او سلګونه خلک په کې مړه او ټپيان شوي دي.
خلک د يادې لارې د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې په تړاو د اړوند شرکت د فعاليت ځنډول ښه ګام ګڼي، خو يوازې دا هڅه کافي نه بولي.
د کندهار د عينو مېنې اوسېدونکى قدرت الله کامران پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دې او نورو لويو لارو په لسګونو خونړۍ ترافيکي پېښې شوې او سلګونه خلک په کې مړه او ټپيان شوي، خو تر اوسه يې پر وړاندې داسې اقدام نه دى شوى چې له مخې يې ترافيکي پېښې مهار شي.
هغه زياته کړه، په هېواد کې شته مسافر وړونکي ترانسپورټي شرکتونه بايد له سره و ارزول شي، د هغوى د کار او فعاليت لپاره دې شرايط سخت کړاى شي او د دې تر څنګ دې خرابې شوې لارې ورغول شي.
login or register a new account.