کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٥): يو افغان محصل په هندوستان کې د ترافيکي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
هندي رسنيو د وږي په ١٥مه خبر ورکړى چې دا پېښه د تېرې شنبې په ورځ د هندوستان په پونې ښار کې رامنځته شوې ده.
د پونې ښار پوليسو ويلي چې د محمد مختار شريفي په نوم دغه ١٩ کلن افغان محصل د پونې په پوهنتون کې د ليسانس محصل و .
سرچينې زياته کړې چې د هغه موټرسايکل د تېلو له يو ټانکر سره جنګېدلى چې له امله يې دغه محصل ساه مړ شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د ټانکر چلوونکى د پوليسو له خوا نيول شوى او پېښه تر پلټنو لاندې ده.
د شريفي افغان ملګرو رسنيو ته ويلي چې هغه د هندوستان د بورسونو له لارې تېر کال زده کړو ته راغلى و.
د يادونې ده، زرګونه افغان محصلين د هندوستان د بېلابېلو سيمو په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










