کندهار (پژواک، ١٧ وږى ٩٥): د کندهار- هرات پر لويه لاره په ميوند ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
پېښه نن د وږي په ١٧مه له غرمې وروسته د کندهار د ميوند ولسوالۍ اړوند د ملنګ کارېز په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند دوهم څارن ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ٣٠٤ مسافر وړونکى بس چې له هراته کندهار ته را روان و، له يوه سراچه موټر سره چې له کندهاره هلمند ته روان و، ټکر کړى.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ١٠ کسان مړه شوي چې ٦ ماشومان، ٣ نارينه او ١ ښځه په کې شامل دي او ٧ تنه نور ټپيان شوي چې ٤ مېرمنې، ٢ ماشومان او ١ نارنيه په کې شامل دي.
د ده په خبره، د پېښې ډېری قربانيان د سراچه موټر سپرلي دي.
دراني زياته کړه، د پېښې ټپيان د پوليسو له لوري روغتون ته رسول شوي چې د ځينو روغتيايي حالت ښه نه دى.
نوموړي دا هم وويل چې د کندهار د ټرافيکو مديريت اړوند ټيم د پېښې د څېړنې لپاره سيمې ته رسېدلى دى.
ټکر شوى بس د غزني پيما ټرانسپورټي شرکت اړوند دى.
دغه ترافيکي پېښه داسې مهال کېږي چې دوې ورځې وړاندې د کندهار- کابل پر لويه لاره د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سيمه کې يو ٣٠٣ مسافر وړونکى بس چې له کندهاره کابل ته روان و، له يوه ټېلر موټر سره ټکر شوى و چې له امله يې دواړو موټرونو اور اخيستى و.
په دې پېښه کې ٣٥ مسافر چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، مړه شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي وو.
ياد شوى ٣٠٣ بس د نوي ميوند شرکت اړوند و چې د کندهار ولايتي ادارې يې فعاليت هم وځنډوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










