منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حج لپاره تللي څلور افغانان سعودي کې مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٥):  سعودي عربستان ته د حج د فريضې لپاره له تللو افغانانو څخه يې څلور تنه مړه شوي دي.

په سعودي کې د افغانستان د حج وزارت د پلاوي يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا څلور افغانان د تېرو څو ورځو په اوږدو کې مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې يو افغان په حرم شريف کې د طواف پر مهال مړه او درې نور د ناروغيو له امله مړه شوي دي.

د حج وزارت يادې سرچينې وويل، په مړو شويو کې يوه مېرمنه د ننګرهار، بله د بلخ ولايت اوسېدونکې ده ، يو تن د سرپل ولايت اوسېدونکى او د څلورم هويت لا نه دى څرګند شوى.

 د يادونې وړ ده، چې سږ کال له افغانستان څخه شاوخوا ٢٤ زره افغانان د حج د فريضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي دي.

بلخوا ټاکل شوې ده، چې سبا د شنبې په ورځ د ذوالحجې د مياشتې په اتمه نېټه، د حج مناسک پيل شي.

مسلمانان به د احرام تر تړلو وروسته د منى په لوري روانېږي، شپه به هلته کوي او د يکشنبې په ورځ به د حج لوى رکن (وقوف عرفات) دعرفات په غونډۍ دريدل ، ترسره کوي.

د ورځې په پاى کې په مسلمانان مزدلفې ته هلته به شپه کوي او ددوشنبې په ورځ سهار د اختر په لومړۍ ورځ به يو ځل بيا منى ته ځي، شيطانان به وولي، بيا قرباني کوي ، ويښتان به خريي او د وروستي طواف وروسته به د حج مناسک پاى ته ورسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې