منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۸ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لغمان کې د بيارغونې بهير ګړندی شوى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

مهترلام (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د بيارغونې لسګونه پروژې پيل شوې چې بشپړېدو سره به يې د خلکو ډېرې لومړنۍ ستونزې هوارې شي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د پرمختګ پر لوري ګړندي ګامونه اخيستل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په تېرو څو اوونيو کې يواځې د دغه ولايت د سکتوري رياستونو په چوکاټ کې د باندې سل ميليونه افغانيو په ارزښت په مرکز او ولسواليو کې ټولګټې پروژې پيل شوې دي.

د ځواک په وينا، په نږدې راتلونکي کې به د يو شمېر دولتي ودانيو تر څنګ د بيارغونې ګڼې نورې پروژې هم پلې شي.

د والي وياند وايي چې والي عبدالجبار نعيمي تل کابل ته د سفرونو پر مهال له اړوندو وزارتونو او د نړيوالو مرستندويه ادارو له مسوولينو سره ليدنې کوي، څو د لغمان د بيارغونې لپاره پروژې ترلاسه کړي او په دې برخه کې تر ډېره بريده بريالى شوى هم دى.

د لغمان د اقتصاد رييس انجنير محمداغا مبارز وايي چې د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د فوايد عامې رياست ودانۍ د جوړولو چارې به هم ډېر ژر پيل شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پرمختيايي بهير د ولايتي ادارې د ښه مديريت او هلو ځلو له امله خورا ګړندی شوی او د ولايت د مرکز تر څنګ په ټولو ولسواليو کې د دغه بهير پر وړاندې هېڅ راز ستونزې نشته.

انجنير مبارز دغه راز زياتوي چې په روانه مياشت کې به نوې جوړې شوې ولسوالۍ بادپښ ته د غځېدلي سړک جوړول داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د اساسي جوړېدو کارونه به يې پيل شي.

د نوموړي په وينا، د الينګار ولسوالۍ هغه پول چې د وسله والو مخالفينو له خوا پر بمونو الوځول شوى دی، د بيا جوړولو تخنيکي چارې يې بشپړې او ډېر ژر به يې د جوړولو چارې پيل شي.

د لغمان د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي وايي چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې هم ۳۵ انکشافې پروژې پيل شوې دي.

د هغه په وينا، په دې پروژو کې د ښوونځيو ودانۍ، احاطوي دېوالونه او برېښنا رسونه شامله ده.

دى وايي، د دغو پروژو له جملې چې د احاطوي دېوالونو د جوړېدو کارونه يې پيل شوي، شپږ په مرکز، اوه په قرغيو، شپږ په دولت شاه، اته په الينګار، شپږ په اليشنګ او دوه يې په بادپښ ولسوالۍ کې موقعيت لري.

د کليو د پراختيا رييس انجنير امين الدين بيدار وايي چې د ولايت مرکز او ولسواليو کې د ولسي لومړيتوبونو په نظر کې نيولو سره ۱۵۲ ټولګټې پروژې چې د ملي پيوستون برنامې په چوکاټ کې يې کارونه پيل شوي وو، ډېرۍ يې بشپړې شوې دي.

د هغه په وينا، همدا اوس يې د لغمان په مرکز او ولسواليو کې ۱۴۵ نورې پروژې تر کار لاندې دي او چارې يې په ښه ډول پر مخ ځي او هم يې ۱۲ نورې پروژې ډيزاين او سروې کړې چې په هغو به هم رغنیز کارونه ژر پيل شي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي بيا د بيارغونې د پروژو په تطبيق او ترسره کولو کې د امنيتي ‌ځواکونو د رول ستاينه وکړه.

هغه له ټولو ملکي او نظامي ادارو غواړي چې د انکشافي ودې او پراختيا ته د زمينه سازۍ په برخه کې خپل همکاري ونه سپموي.

نعيمي له امنيت وروسته پرمختګ خپل لومړيتوب وباله او ژمنه يې وکړه چې په ټول قوت به د لغمان د هر اړخيز او بنسټيز پرمختګ لپاره کار کوي.

د لغمان خلک د بيارغونې له پروژو خوشحاله دي، خو زياتوي چې حکومت بايد تر ډېره امنيت ته پاملرنه وکړي.

د ولايت د مرکز مهترلام د تيرګړيو سيمې اوسېدونکی ذبيح الله وايي چې په دې وروستيو کې د لغمان امنيت خراب شوى او د بيارغونې پر پروژو يې هم ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه مني چې په ځينو سيمو کې د بيارغونې پروژې پلي شوې او د خلکو ستونزې يې کمې کړې، خو له حکومت څخه په امنيتي برخه کې د زياتې پاملرنې غوښته کوي.

د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکى عزت الله بيا وايي، چې تېره مياشت ا منيتي ستونزې ډېرې وې، خو د امنيتي ځواکونو تر عملياتو وروسته اوس وضعيت ارامه شوى دى.

نوموړي خوښي څرګنده کړه چې د حکومت د وسله والو مخالفينو له خوا د نړول شوي پول د بيا جوړولو اعلان کړى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه