Language

د اختر په ورځو کې د کندهار ترافيکي پېښو کې درې تنه مړه شوي او ٩٧ ټپيان دي

کندهار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): په کندهار ښار او ولسواليو کې د لوى اختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ٣ تنه مړه شوي او ٩٧ نور ټپيان شوي دي.

د قربانيانو ډېره برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د لوى اختر په لومړيو درېيو ورځو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې ګڼې ترافيکي پېښې شوې، چې په کې ٣ مېرمنې مړې شوې او ٩٧ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، په ټپيانو کې ٥١ لويان او ٤٦ ماشومان هم شامل دي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمدالله فيضي هم وايي، په دې ولايت کې ميرويس حوزوي روغتون ته له ترافيکي پېښو ١٠٠ تنه ور وړل شوي، چې درېيو تنو يې ژوند له لاسه ورکړى او نور ټپيان وو.

هغه زياتوي، په ټپيانو کې چې ډېرى يې ماشومان دي، ځينې يې کېداى شي معلول شي.

خو بيا هم چارواکي وايي چې د کوچني اختر په پرتله په لوى اختر کې د ټرافيکي پېښو مرګ ژوبله کمه ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، د کندهار ښار پر ټولو سړکونو، څلور لارو او نورو مهمو ځايونو ترافيکي برېښنايي نښې لګول شوي چې د ټرافيکي نظم په راوستو کې يې مرسته کړې ده.

د کوچني اختر په ورځو کې په کندهار کې تر ١٠٠ ډېرې ترافيکي پېښې شوي وې، چې ١٢٨ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه، چې ٢ تنه په کې مړه شوي وو.

د کندهار اوسېدونکي د ترافيکي پېښو له امله اندېښمن دي او وايي، دا لويه شمېره ده چې يواځې د اختر په درېيو ورځو کې دې ترافيکي پېښو ١٠٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوي.

د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وويل، د لوى اختر په دويمه ورځ يې زوى موټر سايکل وهلى او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

هغه زياته کړه، تر ټولو ډېره بې احتياطي د موټر سايکلونو او زرنج چلوونکي کوي، په کار ده د ترافيکو مديريت يې غم وخوري.

login or register a new account.

Related Topics