منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل د لرګيو د پلور په يوه مارکېټ کې لګېلى اور مړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

دويم تعقيب- کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د کابل ښار د لرګيو د پلورنې يوه مارکيت کې سخته اور لګېدنه د لسګونو هټيو له سوځېدو وروسته مهار شوه.

دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا لس بجې او ۳۰ دقیقې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند په قواى مرکز سيمه کې د لرګيو او لرګينو تختو په يوه سراى کې رامنځته شوه او د عيني شاهدانو په خبره چې له شاوخوا دوو ساعتونو وروسته د اطفايې په مرسته اور مړ شو.

يوه هټۍ وال رضا اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه د فلزکار له خوا د يوې هټۍ د ترميم پر مهال رامنځته شوه.

هغه وويل چې تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دى څرګند شوى، خو لومړني معلومات څرګندوي چې په دې پېښه کې د لرګيو او تختو شاوخوا ٦٠ هټۍ سوځېدلې دي.

رضا زياته کړه: ((هټۍ مې په بشپړ ډول سوځېدلې، په اور لګېدنه کې نږدې پنځه ميليونه او پنځه سوه زره افغانۍ زيان را رسېدلى، که دولت مرسته ونه کړي، نو ستونزمنه ده چې بېرته دې پر پښو ودرېږم.))

د هغه په خبره، ځيني هټۍ وال توانېدلي چې د خپلو مالونو يوه برخه له اور لګېدنې وړاندې ولېږدوي.

د ياد سراى يوه بل هټۍ وال محمد يعقوب وويل: ((په هټۍ کې ناست وم چې ناڅاپه هلته وړاندې له درېيو هټيو د اور لمبې جګې شوې، ټولو هټۍ والو د ځان له وېرې هټۍ پرېښودې.))

د کابل اطفايې يوه چارواکي رحمان الدين پژواک ته وويل چې د اطفايې ډله له اور لګېدنې ١٥ دقيقې وروسته د پېښې ځاى ته رسېدلې او توانېدلې چې اور غلى کړى او پاتې هټۍ او شاوخوا ځايونه له سوځېدو بچ کړي.

د کورنيو چارو وزارت هم په يوه خبرپاڼه کې چې کاپي يې پژواک ته رسېدلې، ويلي چې تر اوسه د پېښې لامل نه دى څرګند شوى، خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې  په کابل ښار کې په وروستيو کلونوکې د اور لګېدنې سختې پېښې رامنځته شوې، د روان کال د زمري په ١٤مه د کابل ښار په ميرويس ميدان سيمه کې د اباسين ځدراڼ ١٢ پوړيز مارکېټ کې اور ولګېد چې له امله يې ټول مارکېټ وسوځېد او له امله يې يو کس مړ شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې