منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۴ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

“د افغانستان د رسنيو کارکوونکي او خبريالان په خپله ځانونه سانسوروي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٥): د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې په افغانستان کې د رسنيو ٩٤ سلنه کارکوونکي او خبريالان د بېلابېلو دليلونو له امله په ټولنيزو شبکو کې ځانونه سانسوروي.

دغه څېړنه د افغانستان رسنيو د ملاتړ ادارې “نى” موسسې له لوري په کابل او د هېواد د څلورو زونونو د سترو ولايتونو لکه کندهار، هرات،  ننګرهار او بلخ کې د ٩٠٠ خبريالانو او رسنيو کارکوونکو په ګډون په وروستۍ يوه مياشت کې ترسره شوې ده.

د نى موسسې د رسنيو د څارنې مسوول صديق الله توحيدي کابل کې په خبري ناسته کې وويل، دغه څېړنه په مشخصه توګه د ټولنيزو رسنيو (فيسبوک، ټويټر…) او سنتي رسنيو (راډيو، ټلويزيون او چاپي خپرونو) په اړه ترسره شوې ده.

هغه زياته کړه: “پخوا داسې فکر کېده چې ټولنيزې رسنۍ نه سانسور کېږي او که هر څه يې کارکوونکو وغوښتل، نو ليکي يې، خو دا فکر د يادو رسنيو د اصلي کارکوونکو په اړه چې خبريالان دي؛ له بده مرغه سهي نه دى.”

توحيدي زياته کړه: “د يادې څېړنې ٩٤ سلنه ګډونوالو ويلي، چې د بېلابېلو دليلونو له امله په ټولنيزو رسنيو کې له نيوکې ډډه کوي، چې له يادې ډلې ٥٨ سلنه کسان د ګواښونو له امله ځانونه سانسوروي.”

د نى موسسې د رسنيو د څار مسوول وويل، يواځې ٦ سلنه ګډونوالو ويلي چې کوم سانسور نشته.

د هغه په وينا، له يادې ډلې ١٤ سلنه کسان خپلو مطالبو ته د نه پاملرنې له امله او ٢٢ سلنه د دندې، ژوند له لاسه ورکولو او يا د نژادي او قومي ډلو له لوري د ښکنځلو له امله له انتقادي ليکنو او خپرونو ډډه کوي.

توحيدي ورته مهال پر دې سربېره په دغه ډګر کې ياد کار د دولت لاسوهنه وبلله، وويل چې په سنتي رسنيو کې لکه راډيو او ټلويزيون کې هم د ځان سانسورتيا ليدل کېږي او خبريالان نه غواړي، داسې مطالب خپاره کړي، چې د دولتي چارواکو او مسوولينو د رنځ او يا د دوى د سرګردانۍ لامل شي.

نوموړي زياته کړه، دولت بايد د دولتي چارواکو او مسوولينو په اړه نيوکې او انتقاد ته زمينه برابره کړي، څو د اصلاح لپاره زمينه برابره شي.

صديق الله توحيدي په ياده خبري ناسته کې د خپلو خبرو په دوام کې، په هېواد کې له وژل شوو خبريالانو څخه د يادون څلي د رامنځته کولو کې د افغان خبريالانو فدراسيون د غوښتنې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، د ياد څلي ځاى د کابل ښاروالۍ له لوري ټاکل شوى دى.