منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۴ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل د تېلو د یوه سرای په اورلګېدنه کې د ځاني زیان اوښتو تر څنګ د تېلو څلور زېرمې سوځېدلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

لومړى تعقيب- کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٥): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو په سراى کې د اور لګېدنې له امله د تېلو څلور زېرمې او دوه ټانکرونه سوځېدلي او دوو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه اور نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د يادې ولسوالۍ د حيدرخان کلا په سيمه کې د تېلو په يو سراى کې ولګېد او سيمې ته ورغلې اطفايې په يو ساعت کې وواژه.

يوه عيني شاهد د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه کس د پټرولو په بېرل کې په تېروتنې سره تېزاب واچول او دغه کار د اور لګېدو لامل شو.

د دغه سراى يوه هټۍ وال عطاالرحمن د معلوماتو له مخې چې په دې اورلګېدنه کې د تېلو څلور زېرمې، دوه د تېلو لېږدوونکي ټانکرونه او دوه دفترونه سوځېدلي دي.

هغه د سوځېدولو تېلو کچه څرګنده نه کړه او ويې ويل چې په دې اورلګېدنه کې يو کس مړ شوى او بل ټپي دى.

د عطاالرحمن د معلوماتو له مخې، په دغه سراى کې شاوخوا ٢٥٠ د تېلو زېرمې دي.

امنيتي چارواکي په سيمه کې دي، خو د دې پېښې په اړه خبريالانو ته معلومات نه ورکوي.

دغه راز پوليس خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چې سراى ته دننه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وږي مياشتې په ٢٨مه د کابل ښار د قواى مرکز په سيمه کې هم د لرګيو د تختو په يو سراى کې اور ولګېد چې له امله يى لسګونه هټۍ وسوځېدې.

دغاه راز د روان کال د زمري په ١٤مه د کابل ښار په ميرويس ميدان سيمه کې د اباسين ځدران ١٢ منزله مارکېټ کې هم د اور لګېدنې له امله ټول مارکېټ وسوځېد.

په دې اور لګېدنه کې يو تن چې د اور په لمبو کې راګېر و، د دې مارکېټ له لسم منزل څخه ځان وغورځاوه او ځاى پر ځاى يې ساه ورکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې