جلال اباد (پژواک، ۳۰ وږی ۹۵): د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکو د يو لاريون پر مهال د جلال اباد- تورخم لارې پر پوليسو نيوکه وکړه چې له غلو سره يې لاس يو کړی او په يوې قصدي ترافيکي پېښه کې یې درې کسان وژلي او وروسته یې د هغو پیسې او سره زر وړي دي.
تېره شپه ناوخته د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې د دوو وروڼو په ګډون درې تنه وژل شوي وو.
لاريون کوونکي چې په جلال اباد ښار کې يې د وږي په ۳۰مه د دوو وژل شوو کسانو، جنازې له ځانه سره راوړې وې، د ولايت مقام مخې ته يې عاملينو د نيول غوښتنه کوله.
د نصرت ولي په نوم د لاريون يوه ګډونوال چې د وژل شوو کسانو د تره زوی و، پژواک اژانس ته وويل چې د تره زامنو يې غوښتل له پېښوره کابل ته خپل کاروبار انتقال کړي چې تېره شپه د جلال اباد-تورخم په لاره له يادې قصدي ترافيکي پېښې سره مخ شول.
دی وايي چې له وژل شوو کسانو سره ۲۱۰ تولې سره زر او ۷۰۰۰ ډالر موجود وو او تښتوونکو ورته په سيمه کې هينو موټر درولی و.
هغه زياته کړه: ((موږ چې کله سيمې ته په مړو پسې ورغلو؛ نو د لويې لارې پوليسو موږ ته تر هغې اجازه نه راکوله، تر څو چې غلو ټولې پيسې يوړلې؛ نو بيا يې موږ ته اجازه راکړه.))
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د يادې پېښې د رامنځته کېدو قضيې د روښانتيا په موخه د لويې لارې شپږ امنيتي منسوبين تر څېړنې لاندې نيول شوي دي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي لاريون کوونکو ته ډاډ ورکړ چې امنيتي منسوبينو ته يې لارښوونه کړې، تر څو له څېړنې وروسته د پېښې د رامنځته کېدو له عاملینو سره تر ټولو سخت قانوني چلند ترسره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د يادې پېښې د وژل شوو کورنیو له غړو سره د ليدنې پر مهال چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د وږي په ۳۰مه ترسره شوه، وکړې.
د وژل شوو وروڼو پلار حاجي ګل ولي وويل، زامنو يې د سرو زرو کاروبار کاوو چې تېر ماښام د بټي کوټ اړوند د باريکاب په سيمه کې لومړی له موټر سره بل هينو ډوله موټر ټکر کړای شوی او بيا يې مال ترې وړل شوى دى.
د هغه په وينا، دا پېښه قصدي رامنځته شوې، زامن يې وژل شوي، سره زره او نغدي پيسې يې ترې وړې دي.
دوی د ننګرهار ولايت مقام او امنيتي منسوبینو د لومړنیو اقداماتو ستاينه وکړه، خو غوښتنه يې وکړه چې د پېښې عاملينو ته دې ژر تر ژره سزا ورکړل شي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










