منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۴ کتنې

کندهار (پژواک، ٣٠ وږی ٩٥): د کندهار- هرات پر لويه لاره په ميوند ولسوالۍ کې يو ٣٠٣ موټر له سړکه اوښتى چې په پايله کې يې ١٣ تنه ټپيان شوي دي.

دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ٣٠٣ مسافر وړونکى موټر چې له کندهاره هرات ته پر لاره و، د ميوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سيمه کې د تېز تګ له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ١٣ کسان ټپيان شوي چې اووه نارينه، څلور ماشومان او دوې ښځې دي.

د ده په خبره، ٣٠٣ موټر د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند دى چې د موضوع د څېړنې لپاره د ترافيکو مديريت ټېم ساحې ته تللى دى.

د پېښې ټپيان د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

تېره ورځ هم د سپين بولدک- کندهار پر لويه لاره په تخته پُل ولسوالۍ کې يو فيلډر موټر د تېز تګ له امله له سړکه اوښتىى و او څلور تنه په کې ټپيان شوي وو.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې