منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۸ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د حکومت او حزب اسلامي د سولې په ملاتړ غونډې وشوې

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د حزب اسلامي او د افغانستان د دولت ترمنځ د سولې په ملاتړ پراخې غونډې وشوې.

د  کندهار سلګونو اوسېدونکو د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو په ملاتړ غونډه وکړه او له دواړو لورو يې وغوښتل، چې د سولې هوکړه ليک ژر تر ژره لاسليک کړي.

دې غونډې ته د ولسمشر د سلاکار حاجي اسدالله سعيد په ګډون ګڼو مشرانو ويناوې وکړې.

حاجي سعيد وويل، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې له خبرو څخه له پراخ ملاتړ او هرکلي ښکاري، چې خلک تر هر څه مخکې سولې ته لېوال دي او له جګړو ستړي دي.

هغه زياته کړه، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ سوله به حکومت نور هم پياوړى کړى او له نورو ډلو سره د سولې ښه پيلامه به شي.

سعيد له وسله والو مخالفينو هم وغوښتل چې د حزب اسلامي په څېر سولې ته غاړه کښېږدي او د جګړې پر ځاى د هېواد د بيارغونې او د خلکو د سوکالۍ لپاره کار وکړي.

د غونډې نورو ويناوالو بيا پر دې هم ټينګار کاوه چې د سولې بهير د لا پياوړي کېدو په موخه دې د ملي وحدت حکومت مشرن له خپلمنځيو ستونزو او اختلافونو تېر شي.

هغوى هم د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ کاوه او له حکومت يې د تړون ليک د ژر لاسليکېدو غوښتنه کوله.

د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر شو چې په کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ شوى و او د حکومت او مخالفينو تر منځ پر بين الافغاني تفاهم ټينګار شوى و.

دغه راز په بلخ ولايت کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د روانو خبرو اترو په ملاتړ غونډه وشوه.

ياده غونډه چې په مزارشريف ښار کې تر سره شوه، د دغه ولايت د بېلا بېلو قومونو د مشرانو، د سياسي ګوندونو د استازو، مدني فعالانو تر څنګ په کې د حزب اسلامي غړو هم برخه اخيستې وه.

د غونډې ويناوالو د حزب اسلامي ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار بانفوذه جهادي رهبر وباله او له دولت سره يې د دغه ګوند د سولې د روانو خبرو اترو ټينګ ملاتړ وکړ.

ويناوالو همداراز وويل، کابل ته د حکمتيار په راتګ سره به د جګړې د اوږدېدو لاملونه له منځه لاړ شي.

د جنبش ګوند غړي او د بلخ ولايتي شورا مرستيال شجاع الدين شجاع د خپلو خبرو په ترڅ کې حزب اسلامي ګوند د هېواد په کچه بېساری جهادي ګوند وباله.

نوموړي زياته کړه، د سولې د روانې پروسې له لارې کابل ته د دغه ګوند د رهبر ګلبدين حکمتيار راتګ به د افغانستان په خير وي.

ده د خپلو خبرو په اوږدو کې له ټولو سياسي ګوندونو له حزب اسلامي سره د سولې د روانې پروسه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د شمال زون د کوچيانو استازي سيدمحمد اريق د دغه زون د کوچيانو له خوا له حزب اسلامي سره د سولې د روانې پروسې ملاتړ وکړ.

نوموړي د خپلو خبرو په اوږدو کې له دولت او په ځانګړي ډول له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د سولې په تړاو د روانې پروسې د مثبتو پايلو د زر په ډاګه کېدو غوښتنه وکړه.

د بلخ ولايت ديني عالم مولوي جان محمد د خپلو خبرو په اوږدو کې له حکمتيار پرته د اوسني حکومت پايښت له ګواښ سره مخامخ وګاڼه.

نوموړي وويل: ((اوسنی نظام په دې پوه شوی، بلکې نړيوال په دې پوه شوي، چې له حکمتيار پرته يې نه شي شل کولی.))

د غونډې په پای کې ګل رحمن همدرد د غونډې له ګډنوالو څخه د مننې تر څنګ وويل، چې د حزب اسلامي د رهبر په راتګ به په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو لاملونه له منځه لاړ شي.

نوموړي همداراز له حکمتيار څخه غوښتنه وکړه، چې په خپل راتګ په هېواد کې د قوم او سمت په نامه د روانو سياستونو مخه ونيسي.

همدرد وويل، له حزب اسلامي سره سوله به د شمال زون په روانو ناامنيو مثبت اغېز وکړي او د دغه زون امنيت به ورسره ښه شي.

د يوه بل خبر له مخې، د خوست ديني عالمانو او قومي مشرانو د اسلامي حزب او افغان دولت ترمنځ د سولې روانو خبرو ملاتړ وکړ او غواړي، چې دغه پروسه ژر تر ژره نهايي کړي.

هغوی چې د سولې نړيوالې ورځې د نمانځلو په موخه جوړې شوې غونډې ته يې خبرې کولې، وويل چې د ملي يووالي حکومت دې له وسله والو طالبانو سره هم د سولې خبرې پيل کړي.

ديني عالم مولوي محمد سردار ځدراڼ غونډې ته وويل، هر څومره چې دولت له اسلامي حزب سره د سولې تړون ځنډوي، هماغومره په دولت باندې خلک خپل باور له لاسه ورکوي او په هېواد کې ناامني زور اخلي.

هغه که څه هم د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې ستايي، خو غوښتنه کوي چې د سولې لپاره دې په يوه داسې ميکانيزم باندې کار وشي، چې په جنګ کې د ټولو ښکېلو اړخونو ته د منلو وړ وي.

يو بل ديني عالم قاري عبدالولي عادل بيا دې غونډې کې په افغان دولت غږ وکړ، چې د حزب اسلامي ترڅنګ نورو وسله والو ډلو په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو ته هم د سولې خبرو زمينه برابره کړي او هغوی سره تفاهم ته ورسيږي.

هغه زياتوي: ((د ديني عالمانو، مجاهدينو او مدني ټولنو غوښتنه دا ده، لکه څنګه يې چې دا زمينه مساعده کړه چې له حکمتيار سره سوله کېږي، همدغه ډول دې وسله والو طالبانو ته موقع په لاس ورکړي.))

دغه راز په کونړ ولايت کې هم د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې په ملاتړ پراخه غونډه وشوه، چې سلګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.

د کونړ د ولايتي شورا رييس جمال الدين سيار وويل، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار له وړاندې نه سولې ته چمتو و، خو په دولت کې داسې کړۍ وې چې د دې سولې مخالفت يې کاوه.

هغه زياته کړه، حزب اسلامي په تېرو پنځلسو کلونو کې  د هېڅ ډول بيارغونې کارونو مخه نه ده نيولې، د دولتي مامورينو ، پوليسو، ملي پوځ  او نورو امنيتي ځواکونو په وړاندې يې يو ډز هم نه دی کړی.

قومي مشر حاجي محمد روزي وويل، هر هغه څوک چې له حکمتيار سره د سولې په خبرو کې خنډونه را پيدا کوي، هغه نه افغان دی او نه هم مسلمان.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست