پلخمري (پژواک، ٤ تله ٩٥): د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او ١٢ نور ژوبل دي.
د بغلان د ترافيکو مديريت د تنظيم امر څارمن عبدالرزاق پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې يو ٤٠٤ ډوله موټر له بدخشانه کابل ته پر لاره و، چې د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي بازار سيمه کې یې له کرولا موټر سره ټکر کړی دی.
نوموړي زياته کړه چې دې پېښه کې د يو ماشوم او ښځې په ګډون څلورو کسان مړه شوي او ١٢ نور ټپيان دي چې ټپيان د پلخمري روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د دې پېښې رامنځ ته کېدو لامل د ٤٠٤ ډول موټر ډېر سرعت په ګوته کړ.
د پلخمري ښار ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر محمدګل وردګ پژواک ته وويل چې دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او ١٢ ژوبل کسان يې روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو روغتيايي وضعيت نازک دى.
دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت وړاندې هم د دوشي – پلخمري لويې لارې په اوږدو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ، څلور کسان وژل شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










