منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۸ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله ١٧ کسان ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٥ تله ٩٥): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ تنه ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د تلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه اته بجې د هلمند- کندهار پر لويه لار د ګرشک ولسوالۍ په ميرزو سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه وايي: ((په دې سيمه کې طالبانو ماين ايښې و چې بيا چاودلى و او له امله يې سړک کنده شوى دى، بېګاه يو سراچه او يو ټونس موټر دې کندې ته غورځېدلي دي.))

ځواک وايي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ تنه ټپيان شوي دي.

ده وويل چې ټپيان د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د ګرشک د ولسوالۍ يوه مامور د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې له يادې پېښې تېره شپه دوى ته ١٧ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د يادو ټپيانو له ډلې ځيني يې تر درملنې وروسته رخصت شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هلمند- کندهار پر لويه لار ډېرې ترافيکې پېښې رامنځته شوې دي او لامل يې هم د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې