غزني ښار(پژواک، ٨ تله ٩٥): د غزني ولايت په مربوطاتو د کابل- کندهار پر لويه لار کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي او ٨ نور ټپيان دي.
د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنده یي د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د کابل- کندهار پر لويه لار د مقر ولسوالۍ د بازو کلي په سیمه کې د ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغې وويل چې دغه پېښه د ٣٠٣ او سراچې موټرو د ټکر له امله را منځته شوې ده.
ده وويل چې په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور ټپيان دي.
د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت هم ياده پېښه پژواک ته تاييد کړه.
هغه وويل چې په وژل شوو کې درې ماشومان دي او په ټپيانو کې هم درې ماشومان او يوه مېرمنه شامل دي.
ده زياته کړه: ((د نورو وضعيت ښه دى خو د دوو تنو وضعيت ډېر خراب و هغو مو کابل ته ولېږل.))
د همت د معلوماتو له مخې، ټپيان او وژل شوي ټول د سراچې موټر سپرلي دي چې د يوې کورنۍ غړي دي.
د بازو کلي اوسېدونکي احمدګل پژواک ته وويل: ((سراچه خپل لاس کې روانه وه خو ٣٠٣ ډېر تيز راغى او سراچه يې ووهله.))
دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










