نیټه: د ۲۰۱۶ میلادی کال داکتوبر میاشتې ۲ برتانیه په افغانستان کې د امنیت، ټیکاو او خوندیتوب په موخه د افغانستان سره د ۷۵۰ ملیونه پاونډو مرستې ژمنه کوي
نن ورځ برتانیه ژمنه کوي چې د نویو او اوږدمهال پراختیایي مرستو په لړ کې به په راتلونکي ۴ کلونو کې د افغانستان سره د ۷۵۰ ملیونو پاونډو مرسته کوي تر څو پدې هېواد کې امنیت، ټیکاو او خوندیتوب لا وده ومومي.
نوموړو مرستو سره به په افغانستان کې د روان پرمختګ چارې ګړندۍ شي او د افغانستان د اصلاحاتو د پروګرام په تطبیق کې به هم مرسته وکړي. د برتانیې د مرستو سره په دې هېواد کې نه یواځې دولتي سیستم غښتلی شي بلکه روغتیایي خدمتونه، د زده کړو خدمتونه، ماین پاکي، بنسټیزې چارې به هم ورسره پرمختګ وکړي. د نوموړو مرستو سره به په افغانستان کې دندې او پانګه اچونه هم زیاته شي چې افغانستان ورته اړتیا لري تر څو د اقتصاد په ډګر په خپلو پښو ودریږي.
سربېره پردې، برتانیه د عاجلو غوښتنو پر ځواب کې د ملګرو ملتونو سره هم د ۱۵ ملیونو پاونډو مرسته کوي تر څو وکولای شي راستنېدونکو کډوالو سره مرستې وکړي. د نوموړو مرستو له لارې به بېوزله او زیانمنېدونکي کډوال (د ښځو او ماشومانو په ګډون) وکولای عاجل پناهځایونه، خوراکي توکي، درمل او نغدې پیسې تر لاسه کړي.
د برتانیې له خوا دغه مرستې د بروکسل د کانفرانس نه دوه ورځې د مخه اعلانیږي چې په ۴ او ۵ د اکتوبر به پر لار واچول شي. برتانیه نورو مرستندویه هېوادونو باندې هم غږ کوي تر څو زمونږ په تعقیب هغوی هم د افغانستان د ځآن بساینې په موخه د افغانستان سره مرسته وکړي. برتانیه به د افغانستان دولت نه د مرستو د مصرف په برخه کې حساب غوښتنې ته ادامه ورکړي او په هغو برخو کې به د مدني ټولنې په مرسته د پرمختګ څآرنه وکړي چې د افغانستان ددولت، مرستندویه هېوادونو لخوا پرې هوکړه شوې.
د برتانیې د نړیوالې پراختیایي څآنګې وزیرې آغلې پریټي پټیل داسې وایي:
“د برتانیي له خوا دغه نوې مرستې به د یو شمېر وګړو ژوند وژغوري او د جدي ناورین مخنیوی به وکړي. په اوږد مهاله توګه به نوموړې مرستې په افغانستان کې د ټیکاو، امنیت او خوندیتوب ته وده ورکړي. په خپلو مرستو سره برتانیې ثابته کړې چې غواړي افغانستان په یوه خوندي او آرامه هېواد بدل شي. مونږ د خپلو زړورو مسلح قواوو، نارینه و او ښځو هڅو ته ادامه ورکوو او یقیني کوو تر څو افغانان خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسیږي.”
په افغانستان کې د برتانیې سفیر ښاغلی ډومینیک جرمي داسې وایي:
“ نوموړی مرستې ښودنه کوي چې برتانیه په اوږدمهال توګه د افغانستان پرمختګ ته ژمنه ده. زمونږه مرستې د افغانستان دولت د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د اصلاحاتو د اعتبار وړ پروګرام پر بنسټ دی په ځانګړې توګه د قوي ارادې پر بنسټ چې له مخې به یې افغانستان کې فساد او د مجازاتو نه د خوندیتوب فرهنګ له منځه یوړل شي.
نوموړې هڅې به یقیني کړي چې د افغانستان ښاریان نارینه او ښځې د پرمختګ پایلې وګوري او ددوي په ژوند کې مثبت بدلون راشي، د بهتره ټولګټو او ټیکاو په ګډون.
د ۲۰۱۷ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې به د برتانیې د مرستو پر مټ لاندینۍ لاندیني خدمتونه ترسره شي:
- غوره روغتیایي خدمتونه (د قابله ګانو په لاس د ۵۰ سلنو نه زیاتو زېږګنونو ترسره کېدل)
- د خصوصي سکتور پراختیا ( په ۲۰۲۳ کې ښايي ۲۰۰۰۰ نوې دندې رامنځ ته شي)
- زراعت ته د ودې ورکولو له لارې په کلیو کې د بېوزلۍ کچه راکمول (په ۲۰۱۸ کال کې د کلیو د عایداتو ۳۴ ملیونو پاونډو ته لوړول)
- د زده کړو د فرصتونو زیاتول (د لا ډېرو نجونو په مکتبونو کې د شاملولو په ګډون)
- په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د ماینونو نه پاکول ( د کورنیو سره د مرسته کولو په ګډون تر څو د پاکې شوې ساحې نه ګټه واخلي)
- د فساد د له منځه وړلو پر برخه کې ګامونه ( د فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نه ملاتړ تر څو په لوړه کچه فساد د منځه یوړل شي)
- د بېرته راستنېدونکو کډوالو سره اوږدمهاله مرستې (تر څو هغوي په خپل هېواد کې دایمي پناهځاي او دندې ولري)
- د افغانستان د دولت سره د بودیجې په غوره اداره کولو کې مرسته (هغو پروژو نه د ملاتړ په ګډون چې ښایي په لسګونه زړه وظیفې رامنځته کړي)
د لا زیاتو معلومات د ترلاسه کولو لپاره د لاندنیو تیلفون شمیرو سره اړیکه ونیسۍ:
جینی جونز
د تیلفون شمیره: 0796666071
ایمیل: [email protected]
ایمل مقصود
د تیلفون شمیره: 0700379741
ایمیل: [email protected]
په لاندې کې زمونږ دیجیتلی کانالونه وګورۍ:
غړي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









