منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۱ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په شيګل کې د موټر د چپه کېدو له امله دوولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

اسعداباد (پژواک، ١١ تله ٩٥): د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له امله دوولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد مقصود پاچا، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شيګل په ماديش غرنۍ سيمه کې يو ډاډسن موټر، چې ١٢ عام وګړي په کې سپاره وو، چپه شوى چې څلور تنه په کې مړه او اته نور ټپيان دي.

د اسعداباد د مرکزي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاک وايي، له دې ترافيکي پېښې څخه دوى ته د يوې ښځې او درېيو ماشومانو جسدونه ور وړل شوي دي.

ده زيات کړه، په ټپيانو کې دوه ښځې، دوه سړي او څلور ماشومان شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې