منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نيمروز ترافيکې پېښه کې يو کس مړ او ٢٠نور ټپيان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

 زرنج(پژواک، ١٨ تله ٩٥): د نيمروز ولايت د زرنج- دلارام لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس  مړ  شوى او ٢٠ نور ژوبل شوي دي.

 د نيمروز امنيه قوماندانۍ د ترافيکو مدير سرڅارمن محمد زرين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خاشرود په هليلي سيمه کې د يوه ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله يو کس مړ شوى او ٢٠ نور چې ښځې او ماشومان په کې دي، ژوبل شوي دي.

 هغه زياته کړه چې د پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دى.

د نيمروز د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي ددې خبر د پخلي ترڅنګ وويل چې ٣٠٣  مسافر وړونکى موټر په ميوند وردګ ترانسپورټي شرکت پورې اړه لري چې له نيمروز  څخه يې  کابل ته حرکت کړى و.

نوموړى وايي چې  د موټر د چپه کېدو لامل په موټر کې له اندازې د زياتو سوداګريز توکو بارول او ګړندى تګ په ګوته شوى.

دده په وينا چې د پېښې ټپيان د پوليسو له لوري د خاشرود ولسوالۍ شهر خاش روغتون او نيمروز ښار ته لېږدول شوي دي.

د خاشرود ولسوال وويل چې په ګڼو مواردو کې مسافر وړونکي موټر د سوداګريزو توکو د لېږد لپاره کارېږي او کله هم سوداګريز توکي په کې دومره زيات شي چې د ورته پېښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

هغه له چارواکو غوښتنه وکړه چې ددې ستونزې مخنيوى وکړي او اړين اقدامات تر سره کړي.

د ويلو ده چې درې ورځې وړاندې هم په دې سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ او ٢٥نور ټپيان شول.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې