کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٥): د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په ترکمنستان هېواد کې د ترافيکي پېښې له امله د دوه افغان ديپلوماټانو مړينه؛ ياد وزارت ته يوه ستره ضايعه بللې ده.
دوه افغان ډيپلوماټانو شفيق الله شفق او احمد فارسي، پرون د ترکمنستان په مرو ښار کې د يوې ترافيکې پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې شفيق الله شفق په مرو کې د افغانستان قونسلګرۍ د لومړي سکرتر او سرپرست او احمد فارسي د درېيم سکرتر په توګه دنده ترسره کوله.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، شفيق الله شفق د تېرو څوارلسو کلونو لپاره د بهرنيو چارو وزارت په مرکز کې پر بېلابېلو بستونو، په قاهره کې د افغانستان په سفارت او په وروستيو کې د ترکمنستان په مرو ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ د لومړي سکرتر او سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په ياده پېښه کې بل مړه شوي ديپلوماټ احمد فارسي د پنځو کلونو لپاره په مرکز کې د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکي په توګه او په دې وروستيو کې په مرو کې د افغانستان جنرال قونسلګري د درېيم سکرتر په توګه دندې ترسره کړې دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د يادو ديپلوماټانو د ناڅاپي مړينې په اړه خپګان ښودلى او د دوى مړينه يې ياد وزارت ته يوه نه جبرانېدونکې ضايع بللې ده او د دوى کورنيو او ملګرو ته يې د همدردۍ غوښتنه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د يادو دوه ديپلوماټانو مړي هېواد ته راولېږدول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










