جلال اباد (پژواک، ۲۳ تله ۹۵): د کابل – جلال اباد په لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.
د لغمان ولايت د ترافيکو مدير سمونوال عبدالصمد د تلې په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماښام مهال د کابل - جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې د لغمان اړوند د مشعلې کمره په سيمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
هغه زياته کړه، د مارسډيز او بنز موټرو ترمنځ په دغه ټکر کې يو تن مړ شوی او ۷ نور ټپيان دي.
بلخوا د لغمان د والي وياند وايي، په دې پېښه کې چې تېره شپه شاوخوا ۸ بجې رامنځته شوې، يو تن مړ شوی او ۱۷ نور ټپيان دي، چې ټول د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل بيا وايي، چې د پېښې له ځايه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۱۹ ټپيان او ۲ مړي انتقال شوي دي.
د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي په ګوته شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










