منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې د موټرو د ټکر په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): د غزني ولایت اړوند د کابل- کندهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او درې نور ټپيان دي.

د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د کابل- کندهار پر لويه لار د غزني د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو سراچه له ټېلر موټرو ټکر کړی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

ده وويل چې په وژل شوو کې يوه مېرمنه او يو ماشومام هم شامل دي.

احمدي وايي چې دغه ډول ډېرى پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او کله نا کله هم د سړک د خرابولي له امله رامنځته کېږي.

د غزني د امنيې قوماندان وياند فهيم اميرخېل هم دغه پېښه تاييد کړې او ويې ويل چې دغه پېښه د مقر ولسوالۍ د موشکې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

امرخېل وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

دغه راز د غزني د ولايتي روغتون يوه ډاکتر نورالله پژواک ته وويل چې له يادې پېښې تر اوسه دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي چې د يو ټپي حالت ښه نه دى خو نور ټپيان به تر يوې عادې درملنې وروسته رخصت کړاى شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کابل- کندهار پر لويه د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله ١١  تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې