منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په باميانو کې د ترافيکې پېښې له امله ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۳ کتنې

باميان (پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٥): د باميانو ولايت په ورس ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

 د باميانو ولايت د والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه پرون شپه ٨ بجې د ورس ولسوالۍ په سرخ جوى کوتل کې رامنځته شوې ده.

 هغه زياته کړه چې په ياد فلاينکوچ  کې سپاره کسان يوه واده  ته روان  و ، چې موټر يې د لارې په اوږدو کې چپه شوى او شا وخوا درې سوه متره ښکته غورځېدلى دى.

 نوموړي زياته کړه چې ياده پېښه د سړک د خرابولي له امله رامنځته شوې، چې په مړو شوو کسانو کې يو ماشوم هم شامل دى او د پېښې ټپيان د ورس ولسوالۍ د مرکز روغتون ته لېږدول شوي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې