منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۹ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

ترافيکي پېښو کې ٩ کسان مړه او ١٩ ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۳ کتنې

تعقيبي- هرات (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): په هرات ولايت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې نهه کسان مړه شوي او ١٩ نور ټپيان دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد  د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل يو مازدا ډوله موټر چې پرون ماښام له فارسي ولسوالۍ ادرسکن ولسوالۍ ته روان و، د لارې په اوږدو کې له سړکه وتلى او چپه شوى دى.

د فرهاد په خبره، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

فرهاد زياته کړه، په دې پېښه کې ټول مړه شوي او ټپيان د کوچيانو د يوې کورنۍ غړي دي.

هغه زياته کړه چې ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي وويل چې له یادې پېښې هېڅ کوم جسد او ټپي روغتون ته نه دي ور وړل شوي.

خو شېرزي پژواک ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په ولسواليو او ښار کې د نورو پېښو له امله دوه   مړي او ١٥ ټپيان حوزوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

شېرزي زياته کړه چې ډېرى دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې