منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ترافيکو مدير: د جلال اباد ښار د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره هڅې روانې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ لړم ۹۵): د ننګرهار د ترافيکو مدير وايي چې په جلال اباد ښار کې بې ځايه ښاري اډې، د سړک د سر کراچۍ، د نقليه وسايطو ډېروالی او د دوی د تشکيلاتو کموالی په دغه ښار کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې لوی لاملونه دي.

سمونوال سيد حميدالله سادات دا څرګندونې د لړم په ۱۰مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې د نقليه وسايطو د ډېروالي له امله د واټونو بندښت زيات شوی چې دوی يې د جريان پيدا کېدو په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.

سادات وايي: ((ما هڅه وکړه، چې په چوکونو کې موانع کېږدم، تر څو ترافيکي جريان پيدا شي، دا کار شوی؛ خو د سړکونو په غاړو کې د کراچيو شتون هغه څه دي چې نه پرېږدي ترافيکي جريان پيدا شي.))

د ترافيکو مدير په جلال اباد ښار کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د زياتوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په جلال اباد ښار کې بې ځايه ښاري اډې، د سړک سر کراچۍ، د نقليه وسايطو ډېروالی او د دوی د تشکيلاتو کموالی هغه څه دي چې په ښار کې يې ترافيکي ګڼه ګوڼه زياته کړې ده.

د سمونوال سادات د معلوماتو پر اساس، د ترافيکي قوانينو له مخې د ترافيکو پر مخ بايد د سړک دواړو خواوو ته موانع ښاروالي لرې کړې او هم بايد د ترانسپورټ اداره ښاري اډې منظم کړي، تر څو ترافيک پوليس ګڼه ګوڼه ښه کنټرول کړي.

د ترافيکو مدير دغه راز له ښاريانو هم شکايت لري چې د ښاري نظم په ساتلو کې هېڅ مرسته نه کوي او پرې په دې برخه کې يې د همکارۍ غږ هم وکړ.

نوموړی وايي چې په جلال اباد ښار کې شاوخوا نهه زره بېلابېل ډوله رېکشې وجود لري چې دا هم د هغه په خبره د ترافيکي ګڼې ګوڼې په زياتوالي مهم او مستقيم اغېز لري.

هغه نه يوازې رېکشې د ترافيکي ګڼې ګوڼې لپاره خطرناکې ګڼي، بلکې د هوا د ککړتيا لپاره يې هم خطرناکې بولي: ((موږ وخت ناوخته د ګازي ريکشو مخه نيسو؛ خو د څومره مخه به ونيسو همدا اوس هم که زموږ اداره وګورئ سلګونه ګازډبې به ووينئ، موږ ترې راټولې کړې دي، جريمې مو ورکړې؛ خو نه، که موږ يوازې ريکشو ته وخت ورکړو؛ نو نور به هر څه له موږ پاتې وي.))

د ننګرهار د ترافيکو مدير دغه راز د خپل پرسونل د تشکيلاتو له کموالي هم شکايت لري او غوښتنه کوي چې بايد په دغه برخه کې جدي اقدام وشي.

 د ترافيکو مدير وايي، که ټولې اړوندې ادارې او ښاريان ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي؛ نو شونې ده چې په ښار کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي او ښار له يو مزدحم ښار څخه په يو ارام ښار بدل شي.

د ترافيکو په مديريت کې د فساد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې سادات وويل چې که هر څوک په دې اړه ثبوت او شواهد لري، نو وړاندې دي کړي.

د يادونې ده، د ننګرهار نوي والي ګلاب منګل دوه ورځې مخکې د يوې غونډې په ترڅ کې ټولو مسوولينو ته امر کړى و چې له ښاره د ولسواليو او نورو ولايتونو د مو‌ټرو اډې اوباسي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه