منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:47 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

غني: د غور د وروستې پېښې غچ به اخلم

· 2 دقیقې لوستل · 131 کتنې

فيروزکوه(پژواک،١٤لړم٩٥): ولسمشر د غور امنيتي چارواکيو ته امر وکړ چې په دې ولايت کې د امنيت د تامين په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او چا ته د امنيت د کډوډلو اجازه ورنه کړي.

ولسمشر محمداشرف غني د غور ولایت د وروستۍ پېښې کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د لړم په ١٤مه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سره دې ولايت ته سفر وکړ.

ولسمشر په دې سفر کې لومړى د غور له چارواکيو او په دې ولايت د وروستې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره وکتل او بيا يي په يوه لويه غونډه کې ګډون وکړ.

په ياده غونډه کې د غور د ولايتي شورا ريس فضل الحق احسان وويل چې په دې ولايت کې بايد امنيت ټينګښت ومومي او عمومي سړک يې بايد جوړ شي.

ده ټينګار وکړ چې په غور کې د امنيتي ځواکونو شمير کم دى بايد دغه شميره هم لوړه شي.

په دې غونډه کې يو شمير نورو چارواکيو هم خبرې وکړې.

د غونډې په پاې ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د يادې پېښې د قربانيانو غچ به ضرور اخلي.

د هغه په وينا د غور ولايت لپاره ډيره ښه پلانونه لري چې وار په وار به يې پلي کړي.

ولسمشر دا هم وويل چې ځيني ستونزو له امله دوى نه شي کولاى خپل پلانونه په وخت سره تطبيق کړي.

هغه د بيلګي په توګه وويل چې ګڼ شمير وزيران په دې نه دي توانيدلي چې د روان کال په اوږدو کې د خپلې پراختيايي بوديجي ډيره برخه ولګوي.

غني د غور خلکو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي به بيا دې ولايت ته سفر وکړي او د دې ولايت د خلکو به لپاره به يو لړ وړانديزونه هم له ځانه سره ولري.

ولسمشر له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لا تحرک او شریکو هڅو ټینګار وکړ.

دغه راز غني د غور ولایت امنیتي مسوولینو ته دستور ورکړ چې د دغه ولایت د خلکو د امنیت په خاطر دې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او پرینږدي چې يو شمير خلک د غور د خلکو د نظم د اخلال او د ځورولو سبب شي.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې يو شمير وسله والو کسانو د داعش په نوم د غور د مرکز غلمين کلي ٣٠ اوسيدونکي و وژل او شپږ تنه نور يې ټپيان کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

حسن حکیمی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه