منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ٩ کسانو ژوند له لاسه ورکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۳ کتنې

هرات (پژواک ١٥ لړم ٩٥): د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، د دې ولايت په سوېل کې د ترافيکي پېښې له امله نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن ٣:٣٠ بجې د دغه ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، دغه پېښه د هرات-کندهار لويې لارې په اوږدو کې د يوه ګړندي موټر له امله، چې له ادرسکن ولسوالۍ څخه د هرات ښار پر لوري روان و، له يوه بار وړونکي موټر سره د ټکر په پايله کې رامنځته شوې ده.

شېرزي زياته کړه، د يادې پېښې له امله د ګړندي موټر ٩ سپرليو ژوند له لاسه ورکړى او يو بل ټپي شوى دى.

د هرات د حوزوي روغتون وياند څرګنده کړه، د يادو کسانو مړي چې دوه ښځې او اووه سړي په کې شامل دي؛ ياد روغتون ته راوړل شوي دي.

نوموړي د ټپي شوي کس روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې