منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۵ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

کابل کې ترافيکي پېښې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۸ کتنې

کابل(پژواک ۱۶ لړم ۹۵): د کابل د شکردرې ولسوالۍ په  قلعه مراد بيک سيمه کې له مازدا موټر سره د سراچه ډوله موټر د ټکر له امله پنځه تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.

دغه څرګندونې د کابل د ترافيکو رياست د حادثاتو څانګې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

سرچينه زياتوي چې سراچه موټر له شمالي لوري د کابل ښار او مازدا له کابل څخه شمالي لوري ته روان  و چې په ياده سيمه کې يې ټکر وکړ.

د کابل د ترافيکو رياست د حادثاتو څانګې، په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې