منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ پوځي او ملکي چارواکو ته مډالونه ورکړل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٢١ لړم٩٥): په کونړ ولايت کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر افسران او سرتزري له دې امله وستايل شول او مډالونه ورکړل شول، چې په دانګام ولسوالۍ کې يې د وسله والو مخالفينو بريدونه په شاتمبولي وو.

څه موده مخکې وسله والو پر دانګام ولسوالۍ ډله ييز بريدونه کړي و  چې د امنيتي ځواکونو لخوا ورته د مرګ ژوبلې اړولو تر‌څنګ  بريدونه يې هم په شاتمبول شوي وو.

د دغه ولايت د سرتېرو او افسرانو د ستايلو په موخه له کورنيو چارو وزارت  څخه د  پاسوال محمد سالم احساس په مشرۍ يو پلاوى اسعد اباد ته راغلى و.

احساس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر په حکم يې کونړ ته سفر کړی، څو په دې ولايت کې د مېشتو زړورو سرتېرو ستاينه وکړي.

هغه زياته کړه چې ملي ځواکونو په دانګام ولسوالۍ کې د ولسونو په ملاتړ دښمن ته ماتې ورکړې  او لامل يې په دغه ولايت کې ښه رهبري او همغږي ده.

احساس وويل چې د کونړ والي وحيدالله کليمزي، امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت او د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال ميرويس ساپي ته د ولسمشر له لوري د غازي مير بچه خان  عالي دولتي مډالونه ورکړل شول.

د نوموړي په وينا، دغه راز يو شمېر نور هغه افسران او سرتېري چې په جنګ کې يې ښه وړتيا ښودلې وه په مډالونو، فوق العاده ترفيع او ستاينليکونو ونازول شول.

سالم د دانګام د جګړې د ګټلو مبارکي ټولو کونړيانو ته وويله او دا يې له امنيتي ځواکونو سره  د کونړ د ولسونو همکاري  ياده کړه.

د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان پاسوال علي شاه احمدزي وويل چې  د کورنيو چارو وزارت د کونړ د ښه امنيت لپاره  ۳۰۰ نور سيمه ييز پوليس منظور کړي چې ډېر ژربه له  روزنې وروسته پر دندو وګومارل شي.

په ختېـځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري وويل  چې په دولتي چوکاټ کې د مکافاتو او مجازاتو سيستم يو مهم اصل دی ، هغه څوک چې په خپله ورسپارل شوې دنده کې له ځانه ښه وړتيا وښيي بايد مکافات شي او هغه څوک چې غفلت وکړي بايد مجازات شي.

د کونړوالي وحيدالله کليمزي وويل، په دې ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې د ستايلو دي  او دوى هم له ولسمشر او امنيت شورا څخه مننه کوي چې په کونړ کې يې د امنيتي ځواکونو ستاينه  وکړه.

هغه زياته کړه چې ولسونه له خپلو امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي او وسله وال نه شي کولى، چې يوه پوسته هم ونيسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست