کندهار(پژواک،٢٤لړم٩٥): د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
پېښه نن ماسپښين د درېيو بجو په شاوخوا کې د دې ولسوالۍ اړوند د مړوندۍ مانده په سيمه کې د کابل- کندهار پر لويه لاره شوې.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، يو فيلډر موټر چې د يوې کورنۍ غړي په کې سپاره وو، د تېز تګ له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
د ده په خبره، د پېښې ټپيان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک ته وويل، ټپيان تر درملنې لاندې دي او د دوو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
چارواکي وايي، ډېرې ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، د ترافيکي قوانينو د نه مراعتولو او په ځينو مواردو کې د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.